نړیوال خبرونه

ملګرو ملتونو د افغانستان په اړه د متحده عربي اماراتو وړاندیز شوی پرېکړه لیک تصویب کړ

دغه پرېکړه‌لیک له طالبانو سره د تعامل د څرنګوالي په تړاو چمتو شوی او هغه لارې په څرګندې دي چې تعامل پرې کېدای شي

دغه پریکړه لیک د ملګرو ملتونو له عمومي منشي څخه وغوښتل چې د افغانستان لپاره ځانګړی استازی وټاکي.

دا پرېکړه لیک د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د متحده عربي اماراتو او جاپان له لوري ترتیب او وړاندیز شوی و.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د جمعې په ورځ د افغانستان په اړه یو نوی پریکړه لیک تصویب کړ. دغه پریکړه لیک د روسیې او چین له خوا په دوو ممتنعو او ۱۳ موافقو رایو سره تصویب شو.

د دغه پرېکړه لیک له مخې، د ملګرو ملتونو عمومي منشي باید د امنیت شورا، افغان سیاسي لوبغاړو، طالب چارواکو، افغان مېرمنو، مدني ټولنې او همدارنګه د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره په مشوره یو نوی استازی وټاکي.

د نوي ټاکل کېدونکي استازي دندې

د دې پریکړه لیک له مخې، د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی باید د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سینیرلي اوغلو د خپلواکې ارزونې د سپارښتنو د پلي کولو په برخه کې کار وکړي، همداراز د بشري حقونو او جنسیتي مسلو په برخه کې قوي تخصص ولري.

نور ولولئ: ملګري ملتونه او بشر حقونه: طالبان دې د ښځو پر وړاندې تبعیضي چلند بس کړي

نور ولولئ: ملګري ملتونه وايي، طالبان له تاوتریخوالي سره مخ ښځې د ژغورلو په خاطر زندان ته لېږي

د جاپان او متحده عربي اماراتو په وړانديز شوي پرېکړه ليک کې د امنيت شورا له غړو هېوادونو او د افغانستان په مسله کې له ښکېلو نورو سازمانونو او هېوادونو غوښتل شوي چې د دې وړانديزونو په عملي کولو کې همکاري وکړي.

په پریکړه لیک کې ټینګار شوی چې د دې وړاندیزونو د تعقیب هدف باید یو سوله ییز افغانستان وي چې په بشپړ ډول په نړیواله ټولنه کې مدغم وي او نړیوال مکلفیتونه پوره کړي.

د افغان مېرمنو حقوقو ته پام

دغه پريکړه ليک په افغان ټولنه کې د ښځو په اساسي رول باندې په ټينګار سره په ټولنه کې د ښځو د بشپړ، برابر، بامعنا او خوندي ونډې پر اهميت هم ټينګار کوي.

دغه پریکړه لیک د افغانستان په چارو کې د هېوادونو د سفیرانو او ځانګړو استازو راتلونکې غونډې لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي پریکړې هرکلی وکړ چې لومړۍ غونډه یې د ۲۰۲۳ کال د مې په میاشت کې په دوحه کې جوړه شوې وه.

د اپریل په میاشت کې، ملګرو ملتونو د ترکیې ډیپلومات فریدون سینیرلي اوغلو د ارزونې مسوول وټاکه او له هغه یې غوښتي و، چې په نومبر میاشت کې خپل راپور وړاندې کړي.

بل لور ته له طالبانو سره د تعامل نوي نقشه‌لار پرانیستل شوه.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button