Uncategorized

ملګرو ملتونو د طالبانو د امیر وروستۍ څرګندونې له ناهیلۍ ډکې بللي دي

د ملګرو ملتونو سازمان پر ښځو د سنګسار او دُرو وهلو سزاګانې پلي کول ناهیلي کوونکي بولي

د دې سازمان د سرمنشي د ویاند مرستیال فرحان حق پرون رسنیو سره خبرو دا څرګندونې مایوسوونکې وبللې، خو زیاته یې کړه؛ دوی به په افغانستان کې د ښځو د حقونو د مساوات لپاره خپلو هڅو او فشار ته دوام ورکړي.

هغه وویل:

“دا خورا ناهیلي کوونکې دي. هغه ډول چې تاسې ته معلومه ده، موږ د طالبانو د ډېرو فرمانونو لاندې له ښځو سره د ناوړه چلند په اړه په پرله‌پسې توګه خپلې اندېښنې شریکې کړي او د دې فرمانونو د لغوه کېدو غوښتنه مو کړې. موږ به په دې اړه خپلو فشارونو ته دوام ورکړو او د ښځو د حقونو د برابرۍ لپاره به په افغانستان او ټولو هېوادونو کې خپلو هڅو ته دوام ورکړو. ”

دوه ورځې وړاندې د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي ټلویزیون د طالبانو مشر ملاهبت‌الله ته منسوب غږ خپور کړ چې په کې هغه وايي: “په عام محضر کې به ښځې د سزا په ډول سنګ‌سار او په دُرو ووهل شي. ”

نور ولولئ: د ښځو پر وړاندې د طالبانو ځپونکي تګلارې ګواښمنې وبلل شوې

نور ولولئ: افغان ښځې له طالبانو د دوی پر زده‌کړو او کار د محدودیتونو ختمول غواړي

په دې خبرو کې ملاهبت‌الله، دغه راز ځان د انسانیت ژغورونکی بولي.

هغه په دې خبرو کې لویدیځ سره د تقابل او د جګړې د دوام خبرداری هم ورکوي.

د ملاهبت‌الله دې څرګندونو په افغانستان کې دننه او بهر هم د ډېر شمېر خلکو او د بشري حقونو د مدافع بنسټونو غبرګونونه را وپارول.

د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو چلند

د بشري حقونو بېلابېلو ملاتړو بنسټونو او د ښځو د حقونو فعالانو د ملاهبت‌الله دا پیغام په افغانستان کې د بشري حقونو په ځانګړي ډول د نجونو او ښځو د حقونو د نه خوندیتوب لپاره د خطر زنګ وباله.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوتیریش په خپل راپور کې چې د فبرورۍ په میاشت کې خپور شوی و د طالبانو حکومت له لوري په عام محضر کې مجازات له بشري حقونو څخه د سرغړونې په توګه یاد کړي.

خو له دې ټولو سره سره، د طالبانو حکومت واک له رسېدو وروسته؛ تر اوسه په عام محضر کې د قصاص درې پېښې عملي کړي چې په کې یې څلور تنه اعدام کړي دي.

د بشري حقونو بېلابېلو بنسټونو په افغانستان کې د طالبانو له‌خوا په عام محضر کې د خلکو اعدامول بشریت ته سپکاوی بللی.

دې بنسټونو دا هم ویلي وو چې په افغانستان کې د اعدام د حکمونو د پلي کېدا پر مهال نړیوال قوانین نقض شوي دي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button