نړیوال خبرونه

ملګري ملتونه: افغانستان کې بشري حقونه له جدي ګواښ سره مخ دي

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر خبرداری ورکړی، چې افغانستان له داسې بشري کړکېچ سره مخامخ دی چې وايي ډېری اساسي بشري حقونه له ګواښ سره مخ دي. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کمېشنرۍ مرستيالې ندا الناشيف د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته ويلي چې افغانستان کې وضعيت ډېر کړکېچن دی او ملګري ملتونه اندېښمن دي چې د “طالبانو له خوا د عمومي بښنې له اعلان سره سره په هېواد کې وژنې شوې دي”

نوموړې وويل چې د اګست او نومبر مياشتو تر منځ دې ادارې د افغان امنيتي ځواکونو د څه د پاسه سلو پخوانيو غړو او په پخواني حکومت پورې د تړلو کسانو د وژلو معتر راپورونه ترلاسه کړي چې “لږ ترلږه ۴۲ طالبانو قضي طالبانو سره تړاو لري. د اغلې ندا په وینا “يوازې په ننګرهار ولايت کې داسې ښکاري چې ۵۰ تنه په غيرقانوني توګه د داعش د غړيتوب په شک وژل شوي، ملګرو ملتونو د ظالمانه وژنو راپورنه ترلاسه کړي چې په کې اعدامونه، د سرونو پرې کول او په عامه ځايونو کې د جسدونو ځړول شامل دي”.

تر دې مخکې د بشري حقونو د څار سازمان ویلي وو، “له کله چې طالبان درې نیمې میاشتې وړاندې په افغانستان کې واک ته ورسېدل، په څلورو ولایتونو کې یې لږ تر لږه ۱۰۰ پخواني افغان امنیتي ځواکونه وژلي یا ټپیان کړي دي. طالبانو تراوسه د ملګرو ملتونو د دې راپور په اړه څه نه دي ويلي خو طالبانو پخوا تل دغه ډول ادعاوې رد کړې دي. ندا الناشيف وايي، “د افغانستان خلک دا وخت ژور بشري بحران کې دي چې ډېر اساسي بشري حقونه يې له ګواښ سره مخ کړي دي، اقتصادي ژوند تر ډېره ړنګ شوی او ورسره بانکي سيستم ويجاړ شوی او د نغدو پيسو سخت بحران دی. اوس چې ژمی رارسېدلی ښځې، سړي، نجونې، هلکان له سختې بېوزلۍ او لوږې سره لاس او ګرېوان دي، عامه خدمتونه په ځانګړې ټوګه روغتيايي سيستم نور په نړېدو دی”.

نور یی ولوله | د کابل ډرون برید په اړه هیڅ یوه امریکايي پوځي په جزا محکوم نه شو

په افغانستان کې د بشري بحران یو لامل هغه وچکالي هم ده، چې له کبله یې د غلې – دانې حاصلات اغېزمن شوي دي. لوېدیځو هېوادونو په افغانستان کې د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی. واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته امریکا او ځینې نورو هېوادونو د افغانستان نژدې ۱۰ میلیارده شتمني کنګل کړه او دغه راز نړیوال بانک او د پیسو نړیوال وجهي صندوق (ای ایم ایف) هم د افغانستان لپاره د پورونو او مرستو حسابونه کنګل کړل. ندا الناشيف وايي، “د ډېرې خرابې وضعې له کبله لا پسې زيات افغانان د خپلو اساسي اړتياو پوره کولو لپاره له کړاونو سره مخ دي. په ځانګړې توګه ښځې چې د کورونو او ماشومانو مسوليت يې پر غاړه دی او دې ته مجبوره شوي چې ډېر ګران ګامونه پورته کړي، په هغو کې پر ماشومانو کار کول، د ژوند تېرولو لپاره د کوچنيانو ودونه او ان ځينې راپورونه خو دا هم وايي چې ماشومان پلورل شوي دي

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button