ملګري ملتونه: افغانستان کې ۷۰۰ روغتیايي مرکزونه د تړل کېدو له خطر سره مخ دي

ملګري ملتونه خبرداری ورکوي چې افغانستان کې ۷۰۰ روغتیايي مرکزونه د نړیوالو مرستو د کمېدو له امله د تړل کېدو له خطر سره مخ دي.
ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې د نړیوالو بشري مرستو کمښت په افغانستان کې د روغتیايي خدماتو پر وړاندې جدي ستونزې رامنځته کړې دي.
د دغه سازمان په وینا، د بودیجې کموالی د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د سلګونو کلینیکونو فعالیتونه ګواښي.
دا اندېښنې داسې مهال زیاتې شوې چې د افغانستان د لرو پرتو سیمو اوسېدونکي له روغتیايي خدمتونو څخه د لرېوالي او د درملو له کمښت څخه شکایت کوي.
ولې ۷۰۰ روغتیايي مرکزونه د تړل کېدو له خطر سره مخ دي؟
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ځانګړي استازي او د بشري مرستو همغږي کوونکي برونو لیمارکیس د نومبر پر شپږمه ویلي چې د مرستو کمېدو د هېواد روغتیايي سیستم له سخت فشار سره مخ کړی دی. ۷۰۰ روغتیايي مرکزونه
د هغه په وینا، د ۲۰۲۵ او ۲۰۲۶ کلونو په موده کې د افغانستان د شاوخوا ۱،۹۰۰ لومړنیو روغتیايي مرکزونو نږدې ۴۰ سلنه د فعالیت د بندېدو له خطر سره مخ دي.
لیمـارکیس ویلي چې د افغانستان لپاره بشري مرستې په ۲۰۲۳ کال کې دوه میلیارد ډالرو ته رسېدلې وې، خو په ۲۰۲۵ کال کې یو میلیارد ډالرو ته راکمې شوې.
د هغه د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۶ کال تر نومبر پورې د بشري مرستو تمویل یوازې شاوخوا ۵۷۰ میلیونه ډالرو ته رسېدلی و.
د ملګرو ملتونو چارواکي خبرداری ورکړی چې د مالي ملاتړ دوامداره کمېدل به د روغتیايي خدمتونو ترڅنګ د افغانانو پر نورو لومړنیو اړتیاوو هم ناوړه اغېز وکړي. ۷۰۰ روغتیايي مرکزونه
د کونړ اوسېدونکي ناروغان په ساعتونو اوږده لاره انتقالوي
د کونړ د څوکۍ ولسوالۍ د دیوه ګل درې اوسېدونکی عزتالله وايي، په سیمه کې یې نږدې روغتیايي مرکز نشته او ناروغان اړ دي چې د درملنې لپاره اوږده او ستونزمنه لاره ووهي. ۷۰۰ روغتیايي مرکزونه
هغه وايي، د کورنۍ ځینې غړي یې د سختو ناروغیو له امله مړه شوي او د روغتیايي خدمتونو نشتوالی یې د سیمې له لویو ستونزو څخه دی.
د عزتالله په وینا، خلک ناروغان په کټونو کې انتقالوي او تر نږدې کلینیک پورې شاوخوا څلور ساعته پلی مزل کوي.
نوموړی زیاتوي چې د لارې غرنی جوړښت د شپې تګ راتګ لا ستونزمن کړی او په ځینو کلینیکونو کې اړین درمل هم نه موندل کېږي.
په همدې حال کې، د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر ویاندې اولګا چیرویکو ویلي چې د بودیجې نشتوالي ځینې روغتیايي مرکزونه د خدمتونو کمولو یا بشپړ بندولو ته اړ کړي دي.
هغې د بدخشان له کشم ولسوالۍ څخه په یوه پیغام کې ویلي چې د افغانستان په لرو پرتو سیمو کې روغتیايي خدمتونو ته رسېدل کله ناکله اوږد او خطرناک سفر غواړي.
د ملګرو ملتونو د چارواکو په وینا، که نړیوال مالي ملاتړ زیات نه شي، د ۷۰۰ روغتیايي مرکزونه د تړل کېدو ګواښ به د میلیونونو افغانانو روغتیايي اړتیاوې لا سختې کړي.
د روغتیا نړیوال سازمان هم تر دې مخکې د بودیجې د کمښت په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه او خبرداری یې ورکړی و چې د روغتیايي مرکزونو تړل کېدل به په ځانګړي ډول ښځې، ماشومان، زاړه کسان، بېځایه شوي او راستانه شوي کډوال اغېزمن کړي.
ملګري ملتونه له نړیوالې ټولنې غواړي چې د افغانستان د روغتیايي خدماتو د دوام لپاره مالي ملاتړ وساتي او د اړمنو خلکو د درملنې امکانات له لا ډېر کمېدو وژغوري. ۷۰۰ روغتیايي مرکزونه



