نړیوال خبرونه

ملګري ملتونه: مرستندویه فعالتونو ته طالبان خنډ دي

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره وايي چې د مرستندویه فعالیتونو پر وړاندې طالبان خنډ دي

د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې یا اوچا په یوه تازه راپور کې چې پرون خپور شو ویلي چې په روانه فبروري میاشت کې بیا هم په افغانستان کې د بشري مرستو د رسولو چاره له خنډونو سره مخامخ وه.

اوچا وايي چې په روانه میلادي میاشت کې د بشري مرستو ۳۷ پروګرامونه د دې خنډونو له کبله په موقتي ډول وځنډېدل.

ocha
بې سرپرسته او بې وزلو ښخو سره د اوچا مرسته

د راپور له مخې، د دې خنډونو په سلو کې ۹۰ د واکمنو طالبانو او د هغوی د پوځي ځواکونو له خوا جوړ شوي دي.

په ادارو کې د ښځو پر کار محدودیتونه

اوچا وايي که څه هم دا خنډونه د تېرو میاشتو پرتله په سلو کې ۲۸ او د تېرکال د همدې مودې پرتله په سلو کې ۱۴ کم شوي، خو علت یې د اوچا په وینا ښايي په نادولتي موسسو کې د ښځو پر کار د محدودیتونو له کبله د بشري مرستو د رسولو په عملیاتو کې کموالی او یا ځنډ وي.

نور ولولئ: اوچا وايي افغانستان کې ۲۱.۲ میلیونه خلک د څښلو اوبو ته لاس رسی نه لري

نور ولولئ: اوچا وايي، روانه میاشت کې به افغانستان کې ۲۸۰۰ محلي ټولګي وتړل شي

نور ولولئ: په افغانستان کې د غربت بحران: اوچا وايي چې پنځه اتیا سلنه افغانان له یوه ډالر کم عاید لري

د ملګرو ملتونو دا اداره وايي چې په نادولتي موسسو کې د ښځو پر کار د بندیز له کبله لاهم ښځو او ماشومانو ته د مرستو رسول ګران کار دی.

ocha1
بې وزلو ته مرستو وېش

اوچا زیاتوي چې که څه هم د روغتیا او زده کړو په برخو کې طالبانو د ښځو کار کولو ته یوه استثنا منلې ده، خو له دې سره -سره په خیریه ټولنو کې د کار او د بشري مرستو په رسولو کې د ښځو ونډه نیمګړې ده.

په مرستو رسولو کې د طالبانو لاسوهنه

اوچا په خپل راپور کې یادونه کوي چې په سلو کې د ۶۷ خنډونو علت د مرستو په رسولو کې د طالبانو یا د طالب وسله والو لاسوهنه وه.

اوچا وايي دا لاسوهنې یا د لاسوهنو هڅې د تېرکال د همدې مودې پرتله ۲۹ سلنه زیاتې شوې دي.

اوچا د مثال په توګه د هغو کسانو په خوښولو کې چې باید مرستې ترلاسه کړي، یا پر دندو وګومارل شي د طالب چارواکو لاسوهنې یادوي.

ocha2
په دایکونډي ولایت کې ښځو ته د سواد زده کړې کورس

په راپور کې راغلي د دې لاسوهنو له کبله په غور او دایکنډي ولایتونو کې د بشري مرستو بهیر وځنډېد.

اوچا وايي، د تېرو میاشتو پرتله د مرستندویو موسسو له کارکوونکو، شتمنیو او تاسیساتو سره د تاوتریخوالي پېښې ۱۵ سلنه زیاتې شوي دي.

خو طالبانو بیا د اوچا د وروستي راپور په اړه کوم غبرګون نه دی ښوولی.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button