نړۍ خبرونه

ملګري ملتونو؛ له سوډانه به ۸۰۰ زره خلک وتښتي

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې په سوډان کې د جګړې له سختېدو او دوام سره به ښايي ۸۰۰ زره خلک له هېواده وتښتي او ګاونډیو هېوادونو ته به پنا یوسي

د دغه سازمان د کډوالو چارو یوه چارواکي فیلیپو ګرانډي چې دا مهال له سوډان نه د سلګونه زره خلکو د ایستل کېدو پر پلان کار کوي پر ټویټر لیکلي: “د کډوالو اداره له حکومتونو او شریکانو سره په سوډان کې د جګړې له کبله ګاونډیو هېوادونو ته د څه باندې ۸۰۰ زره وګړو د احتمالي تېښتې پر چاره غور کوي.”

ګرانډي زیاتوي، هیله لرو چې وضعیت دې حد ته ونه رسي خو که تاوتریخوالی ونه درېږي نو لا نور وګړي به له سوډانه خوندي ځایونو ته د تېښتې لار خپله کړي.

نور لولئ: سوډان کې اوربند وغځول شو خو جګړه لا هم روانه ده

ملګري ملتونه وايي تر اوسه د سوډان له جګړې نه د چاډ،‌ مصر، او نورو هېوادونو په ګډون ګاونډیو هېوادونو ته لږ تر لږه ۷۳ زره کسان تښتېدلي.

سوډان له جګړې مخکې وخت پورې د ۱٬۱۳ میلیون پنا غوښتونکو کوربه و چې ۸۰۰ زره له سوېلي سودان څخه وو.‌

که څه هم وقفه يي اوربند وشو، خو د یوې پرله پسې جګړې حالت دی، خو د اوربند د سرغړونې پې‍ښې هم شوې دي.‌

نور ولولئ: په سوډان کې له اوربند سره-سره د چاودنو او ډزو غږونه اورېدل شوي

شخړه د سوډان د پوځ د مشر جګړن عبدالفتاح البرهان او د چټک غبرګون ځواکونو د قومندان محمد حمدان دقلو چې په حمیدتي مشهور دی د ځواکونو ترمنځ د واک پر سر روانه ده.‌

هلته په عاجله توګه د هغو سفارتونو له لوري کونسلي خدمتونه پیل شول چې له پلازمېنې یې د خپلو ډیپلوماتانو د ایستلو هڅې کولې

ګڼ وېرېږي چې له هېواده د وتلو توان به ونه مومي.‌ کابو ۳ زره یمنیان چې ډېری یې محصلان دي، پورټ‌سوډان کې راغونډ شوي او د وتلو لار لټوي.

یوه امنیتي افسر وویل “سعودیان یمنیان وباسي، خو د ډېرو خلکو د منلو له کبله د وېرې احساس کوي.”

سعودي ته تر رسېدو وروسته په هوټلونو کې دوی ته د لنډ اقامت چاره سنجول شوې، خو دا ورته روښانه شوې نه ده چې هېوادونه به یې ژر له دې ځایه ولېږدوي او د استوګنې لګښتونه به یې ورکړي.

په سوډان کې روانه جګړه د البرهان او حمیدتي ترمنځ د شخصي اختلافونو له کبله نه ده او نه یې هم اصلي لامل د واک پر سر له یو بل سره خوړل دي، بلکې نور لاملونه هم لري چې په هېواد کې د دوو قوتونو د ګټو د تضاد تر کچې رسېږي.

نور ولولئ: د سوډان په تاوتریخوالي کې لسګونه کسان وژل شوي دي

دواړه سیمه ییز قوتونه (سعودي او امارات) له مالي پلوه د حمیدتي ملا تړي، په یمن کې د حوثیانو پرضد د خونړۍ جګړې په لومړیو ورځو کې جګړې ته هغه د خپلو پوځیانو د استولو له لارې ډېرې پیسې ترلاسه کړې دي.

خو په وروستیو کلونو کې ریاض تر ډېره برهان ته ورنژدې شو، له پوځ سره یې اړیکي ورغول، روسیې هم د واګنر ملېشې له لارې ځان ښکېل کړی او اسراییل او مصر هم د معدنونو او کرنې به دې بډایه هېواد کې دخیل شوي.

خو په روانه شخړه کې امریکا او بریتانیا او نور لوی قوتونه ښايي د چارو په انډول سره د سولې منځګړي وي، خو ویل کېږي چې بهرني قوتونه اوس په یوه خوله غږېږي او د اوربند هڅه کوي، د اوسني وضعیت او د عامو خلکو د کړاو ختمېده غواړي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button