Uncategorized

منظور پښتین: د المان فرانکفورت کې لاریون یوې ځانګړې کړۍ په تاوتریخوالي اړولی

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر وايي، د جرمني فرانکفورت لاریون په تاوتریخوالي اوښتل د یوې ځانګړې کړۍ کار دی

لاریون والو د المان په فرانکفورت ښار کې د پاکستان کونسلګرۍ مخې ته د «پښتون وژنه بس کړئ»، «لر او بر یو افغان»، «مرګ پر پاکستان»، «ترهګر- ترهګر پاکستان – پاکستان» او «د ترهګرۍ تر شا د پاکستان د پوځ لاس دی» شعارونه ورکول.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر په فرانکفورټ کې د لاریون پر مهال تاوتريخوالی غندلی او نوموړي د عاملینو د نيولو غوښتنه کړې ده.

دا تاوتریخوالی د پلان له مخې جوړ شوی

منظور پښين ويلي، چې لاريون د دوی له لوري جوړ شوی و او ځينو کړيو د پلان له مخې په قصدي ډول د تاوتريخوالي هڅه وکړه.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين د يکشنبې په ورځ (د چنګاښ ۳۱مه) پر خپله اېکس پاڼه د المان په فرانکفورټ ښار کې د لاريون تاوتريخوالي ته په اشارې ليکلي: « ځينو روزل شويو کسان د يوه پلان له مخې تاوتريخوالی جوړ کړ او له دې لارې غواړي د سوله ييزو حرکتونو په وړاندې منفي تبلغات وکړي.»

نور ولولئ: د ټي ټي پي ګواښ او پیاوړي کېدل؛ د ملاکنډ د نیولو لپاره چمتوالی لري

نور ولولئ: پاکستان کې د ‘پي ټي ایم’ لسګونو غړو نیونې غبرګونونه راپارولي

نور ولولئ: د تحریک انصاف ګوند پخواني مشر نوی سیاسي ګوند اعلان کړ

نوموړي په لاريون کې د هغو کسانو په وړاندي د اقدام غوښتنه کړې، چې تاوتريخوالي يې رامنځته کړی.

afghan 2024 07 22t090055.103

یو شمېر افغانانو د شنبې په ورځ (د جولای ۳۰مه) په فرانکفورت کې د پاکستان کونسلګرۍ مخې ته د ګیله‌ من وزیر د وژل کېدو او بنو پرلت کوونکو د برید په غبرګون لاریون وکړ.

شوي لاریون ته د منظور پښتین وینا

دغه لاريون، چې پښتون ژغورنې غورځنګ د جرمني څانګې جوړ کړی و، پر مهال يې د دې غورځنګ مشر پښتين هم په انلاين ډول ګډونوالو ته وينا وکړه.

لاریون والو د المان په فرانکفورت ښار کې د پاکستان کونسلګرۍ مخې ته د «پښتون وژنه بس کړئ»، «لر او بر یو افغان»، «مرګ پر پاکستان»، «ترهګر- ترهګر پاکستان – پاکستان» او «د ترهګرۍ تر شا د پاکستان د پوځ لاس دی» شعارونه ورکول.

د لاریون په ترڅ کې لاریون والو د پاکستان پر کونسلګرۍ برید وکړ، د پاکستان بیرغ یې نسکور او د ودانۍ ښیښې یې په تیږو ماتې کړې.

له دې پېښې وروسته د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په فرانکفورټ کې د دې هېواد پر کونسلګرۍ د لاریونوالو برید او د ډېپلوماټیکو ځایونو د امنیت د خوندیتوب په برخه کې د جرمني د چارواکو ناکامي وغندله.

د یادونې وړ ده چې دغه تاوتریخوالی له نیوکو سره مخامخ شوی دی.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button