سیمه ییز خبرونهنړیوال خبرونه

مودي:افغانستان د خلکو د منلو وړ سولې څخه هند ملاتړکوي

مودي:افغانستان د خلکو د منلو وړ سولې څخه هند ملاتړکوي هند د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د سفر په ترڅ کې د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي سره پرون له غرمې مخکې په لیدنه کې د افغان سولې په اړه خبرې اترې شوي.

د دغه هېواد لومړي وزیر نرېندرا مودي ډاکټر عبدالله ته ویلي، هغه سوله چې افغانانو ته د منلو ده، هند ته هم ده او هند افغانستان کې د تل پاتې سولې او ثبات کلک ملاتړ کوي.مودي له عبدالله عبدالله سره لیدنه کې افغانستان سره پر مرستو او همکاریو ټینګار کړی.هغه ویلي مونږ یو با ثباته په ځان بسیا افغانستان غواړواو غواړو چې افغانستان کې داسې سوله راشي کوم چې ټولو افغانانو ته د منلو وړوي.هغه همداراز ویلي چې مونږ هر قسم همکاری ته چمتویو.

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا رییس ډاکټر عبدالله عبدالله هم د هند لومړي وزیر سره لیدنه کې د یاد هېواد له مرستو او همکاریو مننه او درناوی وکړ او د افغان سولې لپاره یې ترې د کلک ملاتړ غوښتنه وکړه.هغه وویل چې مونږ غواړو چې د سیمې هېوادونه باید افغان سوله کې خپل رول ولوبوي ترڅو افغانستان کې پایداره سوله راشي. څکه د افغانستان سوله د سیمې هېوادونو لپاره هم ګټوره ده.

ښاغلي عبدالله عبدالله نوي ډهلي ته د سفر په ترڅ کې د هند د ملي امنیت سلاکار اجېت دووال سره ولیدل او ښاغلي اجیت وویل چې هند د یو خپلواک، ډیموکراتیک، سوله اییز، با ثباته او پر ځان بسیا افغانستان ملاتړ کوي.هغه همداراز ویلي چې زمونږ پوره هڅه ده چې افغانستان کې پایداره سوله وي او افغانان په یو سولیز افغانستان کې ژوند وکړي.

د ملي روغې جوړې شورا د ویاند ویلي، چې ډاکټر عبدالله عبدالله به نورو ګاونډیو هېوادونو، ایران چین، تاجکستان او ازبکستان ته هم د یادو هېوادونو د حکومتونو په رسمي بلنه سفرونه ولري او موخه یې د افغان سولې لپاره د ګاونډیو او سیمې هېوادونو د ملاتړ را جلبول دي.

مودي:افغانستان د خلکو د منلو وړ سولې څخه هند ملاتړکوي
مودي:افغانستان د خلکو د منلو وړ سولې څخه هند ملاتړکوي

د یادونې وړ ده چې په سوشل ميډیا کې هم د عبدالله عبدالله سفرونو ته خلکو د خوشالی اظهار کړی او ویلي ېې دي چې د عبدالله سفرونه به د افغانستان سولې لپاره ګټور وي او د سولې پروسې کې به د سیمې هېوادونو ملاتړ او سیاسي او منتقوي اجماع رامنځته کړي دې سره به د سیمې هېوادونو سره د افغانستان اړیکې نورې هم پیاوړې شي.اود سولې پروسه به نوره هم ښه پر مخ لاړه شي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button