ټکنالوجي

مور او لور په فضا کې د جاذبې قوې صفر درجه تجربه کړه

دوی وايي له هوا ځمکې ته کتل بېل خوند لري او ډېره په زړه پورې تجربه ده

فضا ته ختل او له هسکه په خپلو سترګو د ځمکې کتل یوه ډېره ښکلې او په زړه پورې تجربه ده”، دا د ۱۸ کلنې انا مایېرز خبرې دي چې شاوخوا درې اوونۍ مخکې یې په فضا کې د جاذبې د قوې صفر درجه تجره کوله. هغه هم له خپلې مور سره په ګډه.

دا لومړنۍ مور-لور دي چې په ګډه فضا ته خېږي. له دوی سره د وېرجین ګالټیک په دې لومړۍ چکري یا سیاحتي الوتنه کې د اولمپيک لولو پخوانی لوبغاړی جان ګوډون هم ورسره و.‌

انا د کارابین په انټيګوا کې اوسېږي او بېرته سکاټلېډ ته تللې. هغه په ابرډین پوهنتون کې د فلسفې او فزیک زده کړیاله ده.

نور ولولئ: روسیې له ۴۷ کلن ځنډ وروسته سپوږمۍ ته بېړۍ ولېږله

دا وايي، “دا ټوله تجربه له عواطفو ډکه وه. ډېره یوه ګلالۍ او د نه باور صحنه مې کتله، زه یې متوجه کړم چې موږ باید د ځمکې احسامند و اوسو او له کاینانو سره د اړیکو جوړولو او غځولو لپاره پر ډېرو حقیقتونو باید ځانونه پوه کړو”

په دې فضايي سفر کې درې تنه ملګري وو

انا او د هغې ۴۶ کلنې مور کیشا سکاهاف تر یوې سیالۍ ګټلو وروسته د دغه فضايي سفر حقدارې وګڼل شوې.

انا وايي، هغه د خپل پوهنتون په تالار کې ویده وه چې دغه زېری ورباندې وشو او زیاتوي، “مور مې هغه شپه په فېسټایم ډېر بې وخته وخت کې زنګ راته وکړ، د موبایل ټوله پرده زما مخ نیولې وه، بل څه دې نه شول لیدلی”

دغه مور او لور له اتیا کلن جان ګوډون سره د اګست پر لسمه په نوې مکسيکو کې د امریکا له فضايي بندره والوتلې.

دغه فضايي سفر ۹۰ دقیقې وخت ونیو، تر هغه چې په فضا کې د جاذبې قوې صفر درجې او تر ځمکې شاوخوا ۸۵ کیلومتره پورته ورسېدل. له هغه ځایه دوی د نړۍ یوه په زړه پورې ننداره وکړه.

انا د یوې شراب خونې کارکوونکې ده

که څه هم دوی ته د دغه فضايي سفر لپاره روزنه ورکړل شوې وه خو انا وايي، زړه یې له پښو وښوېد چې کله یې الوتنه هلته ورسېدله.

انا زیاتوي، “بالکل عادي الوتنه وه، لکه په کوم هوايي سفر چې روانه یې. ډېر راحته و خو کله یې چې د ثانیو شمېر پیل کړ نو له سره تر پښو مې له دې هر څه خوند اخیسته”

انا اوس بېرته نړۍ ته راګرځېدلې ده خو ډېرو خلکو ته د هغې سفر الهام ورکړی دی.

نور ولولئ: هند؛ سپوږمۍ ته چاندریان۳ فضايي بېړۍ استوي

دا په داسې حال کې ده چې اوسنۍ نړۍ د تکنالوژي په مرسته هڅې کوي، څو نوي کشفیات وکړي او فضا ته خپل سفرونه لا خوندي او موثر کړي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button