Uncategorized

مټیو مېلر: غړي هېوادونه باید د طالبانو د سفر په اړه اجازه ترلاسه کړي

د سراج الدین حقاني له سفر وروسته، امریکا له غړو هېوادونو وغوښتل چې د م.م اصول په پام کې ونیسي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند مټیو مېلر په یوه خبري کنفرانس کې د ملګرو ملتونو له غړو هېوادونو وغوښتل، چې د طالبانو پر سفرونو دې لګېدلي بندیزونه په پام کې وساتي.

مېلر وویل، حکومتونه دې د هغو طالب چارواکو د سفرونو په اړه چې د ملګرو ملتونو په تور نوملړ کې دي، جواز تر لاسه کړي او د دغه بهیر درناوی دې وکړي.

طالبان د بندیزونو په نوملړ کې

ښاغلي مېلر وویل: «د ملګرو ملتونو هغه غړي هېوادونه چې د ملګرو ملتونو د بندیزونو په نوملړ کې د شاملو طالبانو کوربه‌توب کوي، په کار ده چې د هغوی د سفرونو لپاره اجازه تر لاسه کړي.»

هغه زیاته کړه: «دغه جواز باید د معافیت د هغه بهیر له مخې چې د ملګرو ملتونو د بندیزونو په ۱۹۸۸ پرېکړه لیک کې ځانګړی شوی، تر لاسه کړي او اړینه ده چې غړي هېوادونه دغه بهیر له پامه و نه غورځوي.»

نور ولولئ: د امریکا بهرنیو چارو وزیر له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو پرېکړه سمه وبلل

نور ولولئ: میتو میلر: افغانستان زموږ تر څار لاندې دی، د القاعده مشر وژنه یې ښه ثبوت دی

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر د سه‌شنبې په ورځ (د غبرګولي په ۱۵مه) په یو رسمي سفر ابوظبي ته لاړ او د اماراتو له لوړپوړو چارواکو له هغې ډلې یې د متحده اماراتو د دولت له رییس سره په ابوظبي کې ولیدل.

نوموړي داسې مهال دغه سفر کړی، چې امریکا په ترهګریزو بریدونو کې د لاس لرلو په تور د حقاني پر نیولو ۱۰ مېلیونه ډالر جایزه منلې.

دغه جایزه لا هم د امریکا د عدلیې وزارت په ویب پاڼه کې په خپل حال پاتې ده.

له خلیفه سراج الدین حقاني د اماراتو هرکلی

طالبانو ویلي، چې د اماراتو او د طالبانو تر واک لاندې افغانستان تر منځ د اړیکو لا پیاوړتیا، د کورنیو چارو په وزارت کې د ټرافیکو ډیجیټالي کېدل، د افغانانو لپاره د وېزو په ورکړه کې اسانتیاوې هغه برخې وې چې اماراتو د طالبانو له کورنیو چارو د وزیر سره پرې هوکړې وکړې.

له حقاني څخه د متحده اماراتو د دولت د رییس په کچه هرکلی د دې ښکارندويي کوي، چې د طالبانو دغه با نفوذه څېره هغه هېواد ته ډېر ارزښت لري.

امریکا داسې مهال دغه غبرګون ښيي چې نور یې په سیمه کې نفوذ په کمېدو دی.

طالبانو تل د امریکا دا ډول څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي چې طالبان خپلواک او د چا فرمایشاتو ته غاړه نه شي ایښودلی.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button