میاخیل:پاکستان نه راتلونکي افغان مسافر باید قرنطین شي.

ځړول شوی:مارچ 31, 2020 لخوا ځړول شوی:امېل تبصرې:0

شاه محمود میاخیل چې د ننګرهار والي دۍ.تېره ورځ یی د یو ويؤیوي پیغام له لارې ولس سره خبرو کې وویل هغه افغان وګړۍ چې د تورخم دروازې څخه دېخوا راوړي باید دوه اونیو لپاره تورخم کې باید قرنطین شي.

د ننګرهار والي وایي، هر هغه کس چې له تورخم دروازې دغه ولایت ته اوړي، له دوو تر درېیو اوونیو په تورخم کې  قرنطین کېدو وجه د انسان فاجعې مخنیوۍ دۍ.

شاه محمود میاخېل پرون مازیګر په یوه وېډیویي پیغام کې وویل، تورخم دروازه تړلې ده او پاکستان چا ته اجازه نه‌ورکوي چې افغانستان ته واوړي.

هغه زیاته کړه: “هر څوک چې له پېښوره تورخم ته راځي، له ۱۴ تر ۲۱ ورځو په تورخم کې پاتې کېږي. دوی ته مو خیمې او مشخص ځایونه ټاکلي دي. ډاکتران، روغتیایي خدمات او امکانات ورته زموږ له‌خوا برابر شوي دي.”

پاکستان، د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په هدف تورخم دروازه د مارچ پر ۱۶مه، د مسافرو پر مخ وتړله.

د مسافرو ترڅنګ پر دغه دروازه تجارتي موټرو ته هم د تګ راتګ اجازه نه‌ورکول کېږي چې دې کار سوداګرو ته سخت مالي زیانونه اړولي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *