Uncategorized

م.م: د دوحې ۳مې غونډې اجنډا افغانستان کې بشري او د ښځو حقونه دي

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند وايي، دې غونډه کې به افغانستان کې بشري او ښځو حقونه بحث شي

هاخوا طالبانو تر اوسه د دوحې په درېیمه غونډه کې د ګډون پرېکړه نه ده کړي، خو لا هم سلا مشورې روانې دي.

دارنګه طالبانو ملګرو ملتونو ته په دې غونډه کې د ګډون په موخه شپږ شرطونه وړاندې کړي دي، چې یو هم په کې د نجونو د زده کړو او کار کولو نه بحث دی.

په راروانه دوحې ۳مه غونډه کې د بحث لومړیتوب

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند ویلي، د دوحې په غونډه کې د هېوادونو ځانګړي استازي د ګډون لپاره رابلل شوي، چې د افغانستان د وضعیت په اړه له نړۍ سره په جوړجاړیو کې د لا ډېر «وضاحت او همغږۍ» رامنځته کولو لپاره هڅې وکړي.

سټیفن دوجاریک وویل چې د بشري حقونو او ښځو د حقونو مسله د دې غونډې مهم لومړیتوب دی.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي وياند د (غبرګولي اتمه) په يوه خبري ناسته کې وويل، چې ملګري ملتونه به له طالبانو سره خپلو خبرو ته دوام ورکړي. هغه وویل: «موږ د افغانستان له اوسنیو واکمنو سره خپلو اوسنیو اړیکو ته دوام ورکوو. ځکه هغوی اوس پر افغانستان واکمن دي.»

نور ولولئ: د افغانستان په تړاو د دوحې غونډې ته د حامد کرزي ګونګ پیغام

نور ولولئ:  طالبان د دوحې ناستې له اجنډا خبر نه لري

دوجاریک زیاته کړه چې ملګري ملتونه په پرله پسې ډول له طالبانو سره د ښځو او نجونو د حقونو موضوع راپورته کوي، هغه حقونه چې په افغانستان کې ښځې او نجونې ترې محرومې دي.

افغانستان ته د قطر د پلاوي سفر

د قطر یو پلاوي دوه ورځې وړاندې کابل ته سفر وکړ او له طالبانو یې د دوحې په ۳مه غونډه کې د ګډون بلنه ورکړه.

خو طالبانو ته نږدې سرچینو رسنیو ته ویلي و، چې طالبانو په کابل کې د ملګرو ملتونو او قطري پلاوي سره په وروستۍ ناسته کې د دوحې په ناسته کې د ګډون لپاره شپږ شرطونه ایښي وو، چې یو یې د ملګرو ملتونو له خوا په افغانستان کې د نجونو د زده‌کړو او د ښځو کار پر مسلې سترګې پټول دي.

طالبانو دغو استازو ته ویلي چې د نجونو زده‌کړې د افغانستان داخلي مسله ده او دا ډله هڅه کوي چې په دغه هېواد کې ورته زمینه برابره کړي.

ټاکل شوې چې د دوحې درېیمه غونډه د جون په ۳۰ او د جولای په لومړۍ نیټه د (چنګاښ ۱۰ او ۱۱مه) جوړه شي.

د یادونې وړ ده چې طالبانو د دوحې په دویمه غونډه کې هم له ګډون کولو ډډه کړي وه.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button