نړیوال خبرونه

م.م وايي چې له طالبانو کرکه په زیاتېدو ده

د م.م سرمنشي ویلي چې په افغانستان کې دننه د طالبانو د حکومت پرضد کرکه په زیاتېدو ده

ددغه نړیوال بنسټ مشر وايي چې طالبان په کور دننه له سیاسي، اقتصادي، امنیتي، حقوقي او نورو چلنجونو سره لاس او ګرېوان دی.

خو طالبانو بیا هر کله د ملګرو ملتونو سازمان ته د هر راپور له خپرولو وروسته غبرګون ښوولی او ویلي یې دي چې ملګري ملتونه او نور بنسټو په دا ډول راپورونو سره د طالباو د رژیم پرضد پروپاګند خپروي.

تازه د ملګري ملتونو سازمان وایي، د طالبانو حکومت په سیاسي، امنیتي او اقتصادي برخه کې له مدیریت سره سره په کور دننه له زیاتېدونکو مخالفتونو سره مخامخ دی.

un1
م.م وايي چې له طالبانو کرکه په زیاتېدو ده

د افغانستان په اړه د م.م اندېښنه

دغه بنسټ خبرداری ورکوي چې که طالبان دغه حالت کنترول نه کړي، کېدای شي، افغانستان له نویو ستونزو سره لاس او ګرېوان شي.

دا خبره د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوتیریش په هغه راپور کې شوې چې نن چهارشنبه خپور شوی او د افغانستان د تېرو درېیو میاشتو ( دسمبر، جنوري او فبرورۍ ) وضعیت په کې ارزول شوی دی.

نور ولولئ: ملګري ملتونه د ښځو په کار د نوي بندیز په اړه له طالب مقاماتو سره غږېږي

نور ولولئ: ملګري ملتونه د افغانستان په اړه د بلې غونډې تیاری کوي

نور ولولئ: ملګري ملتونه: مرستندویه فعالتونو ته طالبان خنډ دي

راپور کې راغلي چې د خلکو زیاتېدونکې ناخوښۍ د حکومتولۍ په کلیدي برخو کې له هغې ډلې د نشه یي توکو د کرکېلې پر مخنیوي دی.

ملګرو ملتونه دارنګه ویلي چې طالبانو د نشه‌یي توکو په مخنیوي کې پاتې راغلي دي. څه موده وړاندې د ایران یوه لوړپوړي چارواکي هم ویلي و چې په افغانستان کې د طالبانو له حاکمېدو وروسته د نشه‌يي قاچاق ډېر او صنعتي شوی دی.

un2
د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوتیریش

طالبانو د ښځو او نجونو حقوق نقض کړي دي

طالبانو د ښځو او نجونو پر مخ د زده کړو مرکزونه تړلي او تر څنګ یې په ادارو کې له کار کولو هم منع کړي دي.

د ملګري ملتونو سرمنشي زیاتوي، د تېرو درېیو میاشتو پر مهال د ښځو حقونه په بېلابېلو برخو کې نور هم ځپل شوي او د طالبانو د حکومت په ټولشمولۍ او د تصمیم نیونې په پروسو کې کوم پرمختګ نه دی شوی.

راپور کې راغلي چې د تېرو درېیو میاشتو پر مهال په کم شمېر کې د داعش بریدونو دوام کړی او دغه راز ویل شوي چې د افغانستان نژدې نیمایي وګړي په بې وزلۍ کې ژوند کوي.

طالبانو تر دې دمه ددغه خپاره شوي راپور پر وړاندې کوم غبرګونه نه دی ښوولی، خو داسې اټکل کېږي چې طالبان به دغه راپور هم د نورو په څېر رد کړي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button