تجارت خبرونه

ناامنۍ ویرولی پاکستان؛ ترانزیټي او سوداګریزې لارې ولې تړي؟

پاکستان کې د ناامنۍ ډېروالي دغه هېواد ویرولی او اوس د تورخم او خرلاڅي په څېر لارې تړي

پاکستان پنځه ورځې وړاندې د افغانستان د باروړونکو موټرو پر مخ تورخم وتاړه او د دغو موټرو له چلوونکو یې وغوښتل چې دې هېواد ته دې د رسمي اسنادو له مخې سفر وکړي. دغه هېواد ویلي چې له دې وروسته چاته له ویزې او پاسپورت پرته د ننوتو اجازه نه ورکوي.

له هغې وروسته چې پاکستاني اړخ د افغان باروړونکو موټرو پر چلوونکو د ویزې شرط جبري کړ، طالبانو هم په ورته اقدام لاس پورې کړ.

ورته مهال بیا پاکستاني رسنیو ویلي چې د تورخم د پرانیستلو په اړه د دواړو لوریو ترمنځ خبرې اترې بې پاېلې پای ته ورسېدې. د پاکستاني رسنیو د راپور په حواله، دواړه خواوې کومې هوکړې ته ونه رسېدل او اسلام‌اباد ویلي چې له ویزې پرته، موټر چلوونکو ته د ننوتلو اجازه نه ورکوي.

pak1

جیونیوز رسنۍ د پاکستان پوځ ملامت کړی

پاکستانۍ رسنۍ جیونیوز راپور ورکړی چې طالبانو د دغه هېواد له چارواکو سره په لیدنه کې د سوداګرۍ چارو ځنډول د ښه ګاونډیتوب او نړیوالو ژمنو خلاف بللي او ټينګار یې کړی چې دا ګام یو اړخیز او له وړاندې خبرولو پرته شوې ده. دغې رسنۍ د تورخم په ګمرک کې د یوه پاکستاني چارواکي په حواله ویلي چې د تازه میوو پلورونکو ته یې سپارښتنه کړې څو خپلې میوې بېرته پېښور ته یوسي؛ ځکه اټکل کېږي چې موټر چلوونکو ته د ویزې ستونزه ښايي په بېړه حل نه شي.

نور ولولئ: پاکستان کې ناامني؛ ذبیح الله مجاهد وايي، د چترال برید افغانستان کې و پلان شوی

نور ولولئ: د دیره اسماعیل خان بریدګر صفت الله مخکې له برید افغانستان ته سفر کړی و

نور ولولئ: پاکستان کې ناامني؛ ډیره اسماعیل خان کې چاودنې ۲۷ کسانو ته مرګ ژوبله اوړلې

پاکستان له دې وړاندې هوکړه کړې وه چې د باروړونکي موټرو چلوونکي کولای شي له ویزې پرته د پېژندپاڼې په درلودو دواړه خواوو ته تګ راتګ وکړي.

له بلې خوا د باروړونکو موټرو پر وړاندې د تورخم له تړل کېدو وروسته د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویلي چې سوداګرو ته میلیونونه افغانۍ زیان اوښتی دی. د دغې خونې د چارواکو په خبره، پاکستان خپلې ټولې لارې د باروړونکو موټرو او ترانزیت پرمخ تړلې دي.

په پاکستان کې امنیتي ګډوډي

پاکستان کې د ټاکنو په رانږدې کېدو سره دغه هېواد له سخت امنیتي ګډوډۍ سره مخامخ دی. همدې حالت اسلام اباد وارخطا کړی او څو ځله یې هڅه کړي چې له بېلابېلو لارو پر طالبانو فشار راوړي یا یې په نړیوالو کنفرانسونو او اعلامیو له لارې د ټي ټي پي په ملاتړ تورن کړي.

پاکستان د ټولو نړیوالو قوانینو خلاف او په طرفه اقدام سره د تورخم په څېر ترانیزیټي لارې د سوداګرۍ پر مخ تړي. ددا ډول لارو تړل دا ثابتوي چې پاکستان کې ناامني ددغه هېواد د امنیتي او استخباراتي ځواکونو له واکه وتلي ده.

طالبانو بیا بار، بار ویلي چې پاکستاني امنیتي ځواکونه دې خپله ستونزه په خپله هواره کړي.

اسلام اباد بیا پر طالبانو پرله پسې تورونه پورې کوي، خو تر اوسه د دواړه تر منځ اړیکې ترینګلي دي او د ښه کېدو کوم څرک نه تر سترګو کېږي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button