افغانستانسیمه‌ییزه سیاست او امنیت – د سیمې هیوادونو اغیزې او خبرونه

ناراض قومندان جمع خان فاتح په بدخشان کې تسلیم شو

د طالبانو د دفاع وزارت اړوند سرچینو ویلي چې ناراض قومندان جمع خان فاتح په بدخشان ولایت کې له جګړې لاس اخیستی او ځان یې تسلیم کړی دی.

سرچینو د تسلیمېدو د څرنګوالي او شرایطو په اړه نور جزییات نه دي ورکړي، خو په وروستیو ورځو کې د هغه پر سنګرونو د ځمکنیو او هوايي بریدونو راپورونه خپاره شوي وو.

ناراض قومندان جمع خان فاتح ولې تسلیم شو؟

تر اوسه د ناراض قومندان جمع خان فاتح د تسلیمېدو اصلي لامل نه دی روښانه شوی، خو تر دې مخکې داسې ناتأیید شوي راپورونه خپاره شوي وو چې د طالبانو د لوی درستیز فصیح‌الدین فطرت په مشرۍ یو پلاوی بدخشان ته تللی و، څو له هغه سره خبرې وکړي.

په بدخشان کې نښتې څنګه روانې وې؟

د راپورونو له مخې، د جمع خان فاتح د پلویانو او طالب ځواکونو ترمنځ نښتې د بدخشان ولایت په نسی ولسوالۍ کې روانې وې.

تر اوسه معلومه نه ده چې په دغو نښتو کې څومره کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

ځینې طالبانو ته نږدې سرچینې وايي چې ناراض قومندان جمع خان فاتح د تسلیمېدو لپاره ځینې شرطونه هم وړاندې کړي وو. د دغو سرچینو په وینا، یو شرط دا و چې نوموړی او د هغه تر قوماندې لاندې کسان به په درواز سیمه کې پاتې کېږي.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button