ټکنالوجي

ناسا د سمندرونو او اتموسفیر د مطالعې په موخه سپوږمکۍ فضا ته وتوغوله

ناسا د سمندرونو او اتموسفیر د مطالعې په موخه په مصنوعي ځیرکتیا سمبال سپوږمکۍ فضا ته ولېږله

د امریکا ناسا یا (فضايي څېړنو ادارې) خبر ورکړی چې توغول شوي سپوږمکۍ به د سمندرونو حالت، هوا کیفیت او د بشر د ګټو لپاره به د اقلیمي بدلون اغېزې مطالعه کړي.

دغه اداره زیاتوي چې په پي اې سي اي (PACE) یا اېرسول، کلایمېټ، سمندر ایکوسیسټم په نوم نومول شوې سپوږمکۍ چې ۹ راکټونه لري د فلورېډا ایالت له (سپېس فورس سټېشن) د فضا په لور وتوغول شوه. ناسا وايي چې له لېږلو وروسته یې له یادې سپوږمکۍ په ۵ دقیقو کې سیګنالونه هم تر لاسه کړي او دغه فضايي بېړۍ به ددوی له تمې سره سم کار کوي.

nasa1
فضا ته د لېږل شوي بېړۍ انځور

ناسا دغه ماموریت ویاړ بللی دی

د ناسا ادارې مشر (بېل نېلسن) فضا ته ددې فضايي بېړۍ استول یو ویاړ بللی دی او له همدې امله یې پي اې سي اي ټیم ته مبارکي ویلي ده.

نېلسن زیاتوي، “دغه ځمکه مشاهده کوونکې، د سمندرونو او اتموسفیر مطالعه کوونکې فضايي بېړۍ موږ ته د نړیوالې تودوخې په اړه نوي معلومات راټولوي. دارنګه دغه ماموریت کولی شي موږ ته د اقلیمي بدلون په برخه کې نوي اجنډا برابره کړي او د بدلېدونکې اقلیم په اړه نویو سوالونو ته ځواب ومومو.”

nasa2
فضا ته د لېږل شوي بېړۍ انځور

نور ولولئ:  ناسا د سپوږمۍ پر سطحه د چندریان-۳ انځورونه خپاره کړي

نور ولولئ: ناسا له فضايي بېړۍ سره ستاسو نوم مشتري ته لېږي

نور ولولئ: ناسا د فضایي بېړۍ (وویجر ۱) په اړه تازه معلومات خپاره کړي

د پي اې سي اي ماموریت به په سلګونو میله د ځمکې له‌پاسه د ډېرو وړو او په سترګو نه لیدل کېدونکې څېزونو اغېزې مطالعه کړي. په اوبو او هوا کې به واړه زرات تر مطالعې لاندې ونیسي.

nasa3
فضا ته د لېږل شوي بېړۍ انځور

ددې سپوږمکۍ نورې دندې

د سپوږمکۍ د هایپرسپیکٹرل سمندري رنګ وسیله به څیړونکو ته اجازه ورکړي چې د الټرا وایلیټ، لید، او نږدې انفراریډر لایټ په طیف کې سمندرونه او نورې اوبه اندازه کړي. دا به ساینس پوهانو ته دا وړتیا ورکړي چې د فایټوپلانکټون توزیع تعقیب کړي، د لومړي ځل لپاره له فضا دا په ګوته کړي چې د دې ژوندیو موجوداتو کومې برخې په ورځنۍ او نړیواله پیمانه کې شتون لري. ساینس پوهان او د ساحلي سرچینو مدیران کولی شي دغه معلومات وکاروي ترڅو د کب نیولو روغتیايي وړاندوینو کې مرسته وکړي، د زیان رسونکي الګل ګلونه تعقیب کړي، او په سمندري چاپیریال کې بدلونونه وپیژني.

د امریکا د فضايي څېړنو اداره داسې مهال دغه ماموریت پیل کوي چې په نړۍ کې اقلیمي بدلون خورا په چټکۍ رامنځته کېږي چې دغه چټک بدلون ساینسپوهان هم اندېښمن کړي دي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button