ټکنالوجينړیوال خبرونه

ناټو افغانستان کې د کورونا د تشخيص لپاره لابراتوارجوړ کړۍ.

افغانستان کې د کورونا ويروس د تشخيص لپاره ځانګړى او پرمختللى لابراتوار جوړ کړۍ دۍ دغه لابراتوار به په څانګړي ډول د کرونا تشخیص کوي او د کرونا ویروس ناروغانو ته به پکې ټیسټونه کيږي . د دغه لابراتوار نوم  GeneXpert 16 دۍ.

د راپورونو له مخې ، په دغه لابراتوار کې شاوخوا ٣٨ تنه د ټيکنيشن برخې پياوړي کارکوونکي ګمارل شوي دي او ويل کېږي چې د کورونا ويروس د چټک تشخيص برخه کې به فعاليتونه ترسره کړي دغه ګومارل شوي ټیکنیشنان د پروفیشنل زدکړو خاوندان دي او کولۍ شي په سمه توګه ازموینه ترسره کړي. .

له دې څخه وړاندې به ناټو خپل د کورونا ويروس سمپلونه له افغانستان څخه بهر استول او په يوه اونۍ کې به يې د ټېسټ پايله ترلاسه کوله د ناټو له راپورونو له مخې د دوي فوځیانو او کارکونکو به په افغاني البراتوارونو باور نه وو نو له همدې امله ېې دغه ځانکړۍ لابراتوار جوړ کړ کوم چې به ډیر ژرپه عملي کار پیل وکړي. .

د ناټو د لوژستيک برخې مسوولين وايي، چې دغه نوي لابراتوار ته د کورونا ويروس ناروغۍ د تشخيص يو کيټ، د بايو په نوم مشینونه راوړل شوي دي. فاير ٦ دستګاوې او ٤ جين ايکسپرټ او  Thermo Fisher په نوم ماشينونه راوړل شوي دي.

د ناټو د راپورونو له مخې ، د ياد لابراتوار ټول ظرفيتي او مالي امکانات د اترېش، ناروې او امريکا هېوادونو له لوري ورکول کېږي.دلابراتوار داسې معلومیږۍ چې ځانګړي ډول د ڼاټو فوځیانو او کارمندانو أپاره جوړ شوۍ دۍ.

خو ناټو بيا په دې اړه څه نه دي ويلي چې دا لابراتوار به يوازې د بهرنيو ځواکونو معاينات کوي او که د افغان ځواکونو او عامو وګړو معاينات به هم په دغه لابراتوار کې ترسره کېږي. د يادولو وړ ده چې په افغانستان کې د کورونا ويروس مثبتې پېښې له ١٣ زرو څخه پورته شوي دي او لا هم دا ويروس په چټکۍ سره خپرېږي.

مونږ ټولو هیوادوالو یعنې افغانانو ته پکار ده چې موږهم باید ټول افغانستان کې داسې لابراتوارونه او شفاخانې جوړې کړو ترڅو موږ د پاکستان او نورو هیوادونو تګ ته اړتیا ونلرو او باید فکر وکړوڅنکه موږهیوادوال خپل تولید او خدماتو باندې باور پیدا کړو او څنګه ورڅخه استفاده وکړو.

د یادونې وړ ده چې افغانان چې کله ناروغه شي او سخت مریض ولري نو هند یا پاکستان ته ېې بوري اوهلته ورسره سم چلند نه کيږي زورول کيږي او د ډاکټرانو او شخصي شفاخانې ورڅخه ډېر فیس اخیستل کيږي

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button