اقتصاد او سوداګري

ننګرهار کې د ۱۰.۵ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو شبکې جوړېدل

اړوند خبرونه:

UNHRC د بشري حقونو په برخه کې د متحده عربي اماراتو موقف وستایه

د متحده عربي اماراتو خواخوږي؛ له زلزله ځپلو سره یې بېړنۍ مرسته وکړه

متحده عربي اماراتو کې له افغان مشرانو او سوداګرو سره د ټوماس وېسټ لیده کاته

د کیلو بیارغونې او پراختیا وزارت مسوولین وایي چې د ننګرهار په خوږیاڼو  او سره‌رود ولسوالیو کې د اوبو رسونې د دریو شبکو د جوړولو چارې بشپړې او ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوې دي.

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا شبکې د ۱۰٫۵ میلیون افغانیو په لګښت د خوږیاڼو ولسوالۍ په «چمتلې» او د سره‌رود ولسوالۍ په «فتح» آباد سیمو کې جوړې شوې دي.

د مسوولینو په وینا چې په دغو شبکو کې د شل، دوولس او پنځه متر مکعب اوبو په ظرفیت د دریو ذخیرو جوړول، د اووه کیلومترو په اوږدالي پايپ غځول، د ۹۰ شېردهنونو او ۵۳ سولري تختو لګول شامل دي، او په دواړو کلیو کې ۱۱۰۰ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې چې د دغو شبکو د جوړېدو پرمهال یو شمېر کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.

تر دې مخکې هم په یو شمېر ولایتونو کې د اوبو رسونې د لسګونه شبکو د جوړېدو راپورونه ورکړل شوي وو.

د ویلو ده چې د اقلیمي بدلون له امله لا هم د پلازمېنې کابل په ګډون په ډېرو ولایتونو کې د څښاک پاکو اوبو ته د هېوادوالو لاسرسی سخت شوی دی.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button