نړیوال خبرونه

نن دطالبانویو پلاوۍکابل ته راروان دۍ

د افغانستان حکومت سره د بندیانو د خوشې کېدو په میکانیزم خبرو اترو لپاره یوطالب  پلاوۍ کابل ته رازي

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین خبر ورکړۍ چې د طالبانو یو پلاوی د لومړي ځل لپاره کابل ته راځي شاهين  کابل ته د طالبانو د یوه پلاوي د سفر خبر تأییدوي او وايي، دا پلاوی چې ۱۵ غړي لري نن جمعه «۱۳۹۹ کال د وري ۰۸» د کابل پر لور خوځېږي.

ښاغلۍ شاهین وایي د طالبانو پلاوی به له افغان حکومت سره یوازې د بندیانو د خوشې کولو په اړه له تخنیکي پلوه خبرې وکړي.

هغه زیاتوي: “زموږ یو پلاوی به بګرام ته ځي څو د هغو بندیانو چې خلاصېږي تصدیق او تأیید وکړي. اسلامي امارت یو ۱۵ کسیز پلاوی ټاکلی چې نن(جمعه) به د سره صلیب د نړیوالې کمېټې (ICRC) په مرسته د کابل پر لور روان شي. د دې پلاوي دنده تخنیکي او د بندیانو خلاصون دی. دا په هېڅ صورت بین‌الافغاني مذاکرات نه‌دي.”

د طالبانو ویاند وایی، بین‌الافغاني خبرې به د ۵۰۰۰ طالب بندیانو له خوشې کېدو وروسته پیل شي. ټاکل شوې وه چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د شوې هوکړې له مخې بین‌الافغاني خبرې د مارچ په ۱۰مه نېټه پیل شي، خو د بندیانو د خوشې کېدو او د حکومت د مرکچي پلاوي د غوره کولو په بهیر کې د ځنډ له کبله دا خبرې تر اوسه ځنډېدلې دي.

بلخوا د افغانستان د ملي امنیت شورا ویلي دي چې د طالبانو ۱۰۰ بندیان به تر سې شنبې ورځې پورې چې د مارچ ۳۱مه ده په مشروط ډول خوشې شي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button