سپورټ
		
	
	
نن شنبه، د شپږیزه کرېکټ لیګ سیالۍ پیل شوې
 
						د شپږیزې لیګ لسم پړاو سیالیو جام په کابل کرېکټ لوبغالي کې پیل شو.
دغه پړاو نن شنبه د چنګاښ یا سرطان ۲۸مه پيل شو.
په دغه لیګ کې نن دوې لوبې کېږي.
لومړی د آمو نهنګان او بُست ساتونکي لوبډلې او دویمه د سپین غر پړانګان او مس عینک لوبډلو ترمنځ.
د لومړۍ سیالۍ پچه آمو نهنګان ګټلې او لومړی یې دبُست ساتونکو پر وړاندې د توپ اچونې پرېکړه کړې ده.
 
				


