نن ورځ افغانستان کې درې نوې پروژې پرانستل شوې

ځړول شوی:جنوري 14, 2021 لخوا ځړول شوی:ارسلان تبصرې:0

نن ورځ افغانستان کې درې نوې پروژې پرانستل شوې. دافغانستان او ترکمنستان جمهوررئیسانو د دواړو هیوادونو د هوساینې او اقتصادې ودې لپاره د درې ګډو پروژو پرانیسته مهمه وبلله. دغه پرانست غونډه د ویډیو کنفرانس له لارې وشوه.او سیاسي اعلی چارواکو تر څنګ پکې د کابینې غړو هم ګډون وکړ.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني او د ترکمنستان جمهوررئیس قربانقلي بردي محمدوف نن له غرمې مخکې د یو لړ مراسمو پر مهال د دواړو هیوادونو ترمنځ، درې مهمې اقتصادي او زېربنایي پروژې رسماً پرانیستې.دغه درې واړه پروژې چې په کې د اقینه ـ اندخوی اورګاډي پټلۍ، د کرکي ـ اندخوی ـ پلخمري 500 KV برېښنا لېږد لین پروژه او د امام نظر ـ اقینه ـ سرحد اباد ـ تورغونډۍ د نوري فایبر د وصل پروژې شاملي دي، د ویډیو کنفرانس له لارې په کابل او د ترکمنستان لباب ښار کې د دواړو هیوادونو د جمهوررئیسانو په فرمان رسماً افتتاح شوه.

د افغانستان او ترکمنستان جمهوررئیسانو په خپلو خبرو کې د یادو پروژو پر ارزښت خبرې وکړې او دغه پروژې یې د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د اړیکو د لازیاتې پراختیا او سیمه ییز اتصال لیدلوري د تحقق په برخه کې مهمې وبللې.هېره دې نه وي چې د اقینه ـ اندخوی اورګاډي پټلۍ په مجموعي توګه ۳۰ کلیومتره اوږده ده چې ۲۴ کیلومتره پټلۍ یې اصلي او ۶ کیلومتره یې د اندخوی په سټیشن کې فرعي کرښې دي او افغانستان له دې لارې له زیاتو هیوادونو سره وصلېږي او دا ګام د اسیا د څلور لارې په توګه د افغانستان د اقتصادي بدلون لپاره مهم دی.

دېته ورته د کرکي ـ اندخوی ـ پلخمري برېښنا لېږد پروژه کې له اقینې څخه تر شبرغان پورې د ۵۰۰ کیلو ولټ او له شبرغان څخه تر مزارشریف پورې ۲۲۰ کیلوولټ لېن غځولو کار بشپړول، شاملېږي.دواړو لوو دغه پروژه مهمه یاده کړه او د دواړو هېوادونو په فایده ېې هم وبلله.

نن ورځ افغانستان کې درې نوې پروژې پرانستل شوې
نن ورځ افغانستان کې درې نوې پروژې پرانستل شوې

همدارنګهد نوري فایبر پروژه چې د ساختماني کېبل کار یې په اقینې بندر کې بشپړ شوی، له مهمو پروژو څخه یوه ده چې د ترکمنستان هیواد له لارې د ۲۵۰۰ میګابایټ انټرنیټ په عرضه کولو سره به یې زموږ وطنوال په هرات او ګاونډیو ولایتونو کې له انټرنیټي خدمتونو برخمن شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *