ژوندنړیوال خبرونه

نن پنجشنبه (د وري ۳مه) د روژې مبارکې مياشتې لومړۍ ورځ

نن د مارچ ۲۳مه چې د وري مياشتې له دريمې نېټې سره سمون خوري د هجري قمري کليزې د نهمې مياشتې (رمضان المبارک) لومړۍ ورځ ده چې په ټوله اسلامي نړۍ کې خلک روژه وي

د اسلامي احکامو پر بنسټ د رمضان ټوله میاشت پر مسلمانانو د روژې نیول فرض ګرځول شوي دي.

د اسلامي کليزې په نهمه میاشت کې د نړۍ ټول مسلمانان ټولې ورځې د سهار سپېداغ څخه نيولې تر لمر پرېوتو پورې په نهاره تېروي، نه خواړه خوري نه څښاک کوي، نه بې ځايه خبرو يا عام غیر اخلاقي کړنو لکه غوسه، نسوار، سگرېټ، او نورو منفي کړنو ته مخه کوي. همدارنگه نه د خپلې مېرمنې سره روا جنسي نږدېوالي اجازه ورکړل شوې. دغې مياشتې ته د نړۍ ټول مسلمانان د سپېڅلې مياشتې په سترګه ګوري ځکه چې په دغه مياشت کې قرآن مجيد د اسلام ستر استازي او پيغمبر حضرت محمد(ص) باندې نازل شوی.

نور ولولئ: په افغانستان کې 2023 روژه: څنګه ولمانځل شي

د همدې لپاره ټول مسلمانان د دې مياشت په لړ کې د ځان دننه اعمالو او ځاني غوښتنو باندې بيا کتنه کوي او د نفسي هوا او هوس څخه د پاکۍ کوښښونه د عباداتو له لارې ترسره کوي. په دغه مياشت کې مسلمانانو ته د ډېر عبادت کولو ټينگار شوی چې له مخې يې ډېر زيات مسلمانان د پنځو وختو فرضو لمونځونو سره -سره تراویح، اعتکاف او نور نوافل ترسره کوي.

روژه د اسلامي کليزې چې ورته سپوږميزه کليزه هم وايي په لړ کې نهمې مياشتې ته وايي او احکامونه يې پيلېږي.

د روژې مياشت هر کال لس ورځې د زېږديزې کليزې سره توپیر مومي چې له مخې يې د روژې مياشت هر کال په هممهاله شېبو او موسمونو کې نه پېښېږي.

پښتانه یې بیا د روژې میاشت بولي

كه څه هم پښتانه دا میاشت د روژې په نامه بولي خو په عربي کې یې نوم رمضان دی البته د روژې نیولو عمل ته بیا صوم وایي. رمضان په عربي ژبه کې د رمض ويي څخه اخيستل شوی چې د شديدې تودوخې مانا ورکوي. ځينې علما وايې دې ته د شديدې تودوخې مانا ځکه ورکړل شوې چې د مانا له مخې يې گناوې د ښو کړنو په ترسره کولو سره سوځي. په قرآن مجيد کې انسانانو ته د روژې نيولو په بيا- بيا ټينگار شوی لکه چې فرمایي:

﴿كُتِبَ عَلَيْكُمُ الصِّيَامُ كَمَا كُتِبَ عَلَى الَّذِينَ مِنْ قَبْلِكُمْ﴾

ژباړه: (روژه پر تاسو فرض کړل شوې لکه څنگه چې له تاسو څخه مخکې انسانانو باندې فرض کړل شوې وه).

روژه په لغت كې مطلق بندوالي ته وايي چې د هر هغه شي څخه چې انسانان يې په عامو ورځو کې ترسره کوي په روژه کې يې نه شي ترسره کولی، په قرآن کریم كې د بي بي مريمې د خبرو نه كولو تعبير هم په صوم سره شوی دي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button