نوي ډهلي له پاکستان سره د تاوتریخوالي د زیاتېدو له امله ۲۴ هوايي ډګرونه وتړل

اړوند خبرونه:
هند پر پاکستان د «سندور» عملیات پیل او ۹ سیمې یې په نښه کړي
کشمیر کې د تاوتریخوالي له امله، له هند سره د افغانستان سوداګري په ټپه ودرېده
اسلام اباد: “هند به په راتلونکو څو ساعتونو کې پر پاکستان برید وکړي”
د هند ملکي هوايي چلند وزارت وايي، له پاکستان سره د تاوتریخوالي زیاتېدو له امله یې ۲۴ هوايي ډګرونه تړلي دي.
د کورنیو هوایي شرکتونو له لوري مسافرو ته ویل شوي، چې د شنبې تر ورځې دغه الوتنې ځنډول شوي.
بل خوا د پاکستان د ملکي هوايي چلند ادارې تایید کړې چې د څلورو هوایي ډګرونو د لنډمهالي ځنډ وروسته یې اوس په ټول هېواد کې الوتنې پیل شوې دي.
دا په داسې حال کې ده چې له تازه پیل شوي پوځي کړکېچ وړاندې هند او پاکستان په اقداماتو کې د دواړو هېوادونو لپاره خپل هوايي حریمونه هم تړلي دي.
د هند او پاکستان پوځي کړکېچ لا هم پای ته نه دی رسېدلی.
تازه د امریکا مرستیال ولسمشر جي ډي وینس ویلي، چې د هند او پاکستان جګړه د خپلو ګټو سره تړلې او دوی پکې مداخله نه کوي.
هند وايي، د می په ۷ مه یې د پهلګام پېښې غچ په پاکستان کې له هغو ترهګرو او د دوی له روزنځایونو واخیست، چې اپرېل کې یې ۲۶ هندي سیلانیان ووژل.