سیمه‌ییز

نړیوال سازمانونه: د هرات زلزله ځپلو ته د مرستو رسولو لپاره لسګونه میلیونه ډالر اړتیا ده

د نړیوالو سازمانونو ګډه ارزونه وايي چې د هرات د تېرکال زلزله ځپلو ته سلګونه میلیونه ډالره په کار دي

ملګرو ملتونو، نړیوال بانک، اروپایي ټولنې او د اسیا پرمختیایي بانک له یوې ارزونې وروسته په یوه ګډ راپور کې اټکل کړی دی چې د هرات د پروسږکال د زلزله ځپلو لپاره په سلګونو میلیونه ډالرو ته اړتیا ده.

وروسته تر دې چې طالبانو د دوه زره یو ویشتم کال په اګسټ کې کابل ونیوه، دا لومړی ځل دی چې د افغانستان د یوې ستونزې په اړه دغسې مهم بنسټونه ګډه ارزونه کوي.

د هرات زلزلې مرګ ژوبله

په هرات کې د اکتوبر په میاشت کې زلزلې د شاوخوا دوه زره افغانانو ژوند واخیست.

د شپږ اعشاریه درې ریښتر په کچه دا زلزله لومړی د اکتوبر په اوومه وشوه چې بیا یې څو ورځې پرله پسې ټکانونه احساسیدل.

herat2
زلزله ځپلې سیمه

له دې زلزلې روغ پاتې شوي لاهم له ستونزو سره مخامخ دي. د دې خلکو د ستونزو د مخنیوي لپاره ملګرو ملتونو، نړیوال بانک، اروپایي ټولنې او د اسیا پرمختیایي بانک په خپل مشترک راپور کې اټکل کوي چې څلور سوه دوه اعشاریه نهه میلیونه ډالرو ته ضرورت دی.

ځینو موسسو له دې زلزله ځپلیو سره د زلزلې له لومړیو ورځو راهیسې مرستې روانې کړې دي.

نور ولولئ:  د هرات زلزله‌ځپلو سره د مرستې لپاره څه باندې ۳۷ میلیونه ډالر تر لاسه شوي

نور ولولئ:  د هرات زلزله‌ځپلو سره د امریکا ۱۲ میلیونه ډالر بشري مرسته

نور ولولئ: د ساړه ژمي یخې څپې او د هرات زلزله ځپلې کورنۍ

د هرات په کشک ولسوالۍ کې یوه ډاکټر سید شاه سعیدي اسوشیتد پریس اژانس ته وویل:

” له لومړۍ ورځې راهیسې چې زلزله وشوه د (او-سي-سي-ډي) ټیم د روغتیا د نړیوال سازمان په مرسته په زلزله ځپلیو سیمو کې روغتیایي خدمات پیل کړل.”

د روغتیا نړیوال سازمان تېره اوونۍ خبر ورکړ چې تر اوسه یې د ګلران، انجیل، کوهسان، کشک او زنده جان د ولسوالیو تر یولک ډېر ناروغان کتلي دي او درملنه یې کړې ده.

herat1
د هرات له زلزله ځپلو سیمو د نړیوالو بنسټونه د ټیمونو د ارزونې دوام

د زلزله شالید

دا زلزله د افغانستان په اوسني تاریخ کې یوه تر ټولو ویجاړونکې زلزله وه چې پوره کلي یې تر خاورو لاندې او په زرګونو کسان یې ټپیان کړل.

د ملګرو ملتونو، اروپایي ټولنې، نړیوال بانک او اسیایي پرمختیایي بانک د ارزونې له مخې، د دغو زلزلو پر مهال د هرات په نهو ولسوالیو کې دوه اعشاریه دوه میلیونه خلک اغېزمن شوي دي.

په راپور کې په دقیق ډول د هغو مېرمنو، ماشومانو، زړو، ځوانانو او ټولو شمېرې څرګندې شوې دي چې زلزلې ځپلي دي.

د راپور له مخې، تر ټولو سیمو د هرات په انجیل او زنده جان ولسوالیو کې خلک ډېر ځپل شوي دي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې او د بشري مرستو همغږه کوونکې اندریکا راتوات ژمنه کوي چې د زلزله ځپلیو د سمدستي اړتیاو غم به وخوري.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button