ژوند او ټولنهسیمه ییز خبرونهکورني خبرونه

نېږدې څلور میلیونه افغان ماشومان او مېرمنې له خوارځواکۍ سره مخامخ دي

د ملګرونو ملتونو اداره یونیسیف وايي چې افغانستان کې څلور میلیونه ښځې او ماشومان د خوارځواکۍ سره مخامخ دي

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونېسېف) وايي؛ شاوخوا ۲،۸ میلیونه ماشومان چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم دي او ۱،۱ میلیونه امېدواره او شیدې ورکونکې مېرمنې د خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي.

دغه سازمان وايي؛ وچکالي او اقتصادي ستونزې د دې لامل شوي، چې په افغانستان کې ډېری ښځې او ماشومان اغېزمن شي.

یونېسېف د یوه پیغام په خپرولو سره د جاپان له خوا د لمریزې انرژۍ په مرسته د اوبو رسولو د ۲۱ سیسټمونو د جوړولو او بیارغونې، د خوارځواکۍ د درملنې او د ماشومانو د ساتنې د خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې د څلور میلیونه ډالرو مرستې خبر ورکړی.

روغتیايي خدماتو او خوراک ته نه لاسرسی

له ماشومانو څخه د ملګرو ملتونو د ملاتړ وجهي صندوق همدا راز زیاتوي، چې په دې هېواد کې ۱۲ میلیونه وګړي د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه‌ لري او ترڅنګ یې د اوږد مهالې وچکالۍ له امله د اوبو ۴۲ سلنه سرچینې هم وچې شوي دي.

دا په داسې حال ده، چې ملګرو ملتونو د ډسمبر په ۴مه ویلي وو، چې افغانستان د تېرو دېرشو کلونو په ترڅ کې د درېیم کال لپاره له بې سارې وچکالۍ سره مخ دی.

نور ولولئ: افغانستان کې بې وزلي؛ ۳.۲ میلیونه ښځې او ماشومان په خوارځواکۍ اخته دي

نور ولولئ: ننګرهار کې پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو د شمېر زیاتوالی

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر د معلوماتو پر بنسټ؛ د افغانستان له نیمایي څخه زیات ولایتونه د وچکالۍ له ناورين سره مخ دي چې له پنځوس سلنې ډېر نفوس اغېزمنوي.

د افغانستان اقتصاد په ځوړ تللی

پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته د هېواد اقتصاد خورا اغېزمن شوی او د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې؛ په افغانستان کې تر ۲۹ میلیونه ډېر خلک بشري مرستو ته اړتیا لري.

په افغانستان کې د اقتصادي ناورین له امله ښځې او ماشومان ډېر زیانمن شوي او د ماشومانو، شېدو ورکونکو او امېدوارو مېرمنو ترمنځ د خوارځواکۍ شمېرې هم ډېرې شوې دي.

تر دې مخکې د خوړو نړۍوال پروګرام هم خبرداری ورکړی و، چې که له افغانستان سره بشري مرستې دوام ونه کړي، ښځې او ماشومان به تر ټولو ډېر اغېزمن شي.

پر دې سربېره لا هم طالبان دا ډول راپورونه عادي بولي او کله کله ددوی پر ضد تبلیغات یادوي خو واقعیت دادی چې افغانستان کې د خلکو حالت خراب او ورځ تر بلې د فقر خواته روان دي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button