ځایی

هرات کې زلزلې ناورین؛ له ۲۰۰۰ زیات کسان وژل شوي

هرات ولایت کې له ۲۰۰۰ زیات کسان مړه شوي او څو کلي له یوې مخې وران شوي دي

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د هرات ولایت د طبیعي پیښو سره د مبارزې د ریاست د چارواکو له قوله ویلي، چې په دغه ولایت کې د شنبې د ورځې په زلزله کې له ۲۰۰۰ څخه زیات کسان مړه شوي او له زرو زیات نور ټپیان شوي دي.

مجاهد د یکشنبې په ورځ د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په خپله پاڼه لیکلي، چې په دغه زلزله کې دوه زره ۵۳ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او یو زر او ۲۴۰ نور ټپیان شوي دي. ذبیح الله مجاهد ویلي، په دې زلزله کې ۱۳۲۰ کورونه هم نړیدلي دي.

نور ولولئ: مراکش کې زلزله؛ د مړو شمېر له ۲۰۰۰ واوښت

د طالبانو د حکومت ویاند ویلي، د ژغورنې ټیمونه سیمې ته رسیدلي او د زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره یې خواړه، اوبه او نور د اړتیا وړ مواد هم ځان سره سیمې ته وړي دي.

د شنبې د ورځې د رښتر په کچه ۶.۳ درجې زلزلې وروسته ملګروملتونو د روغتیا د نړیوال سازمان د راپور له مخې لږ ترلږه اته نور ټکانونه هم د هرات په ولایت کې احساس شوي دي.

یادې زلزلې نورو سیمو ته هم ټکان ورکړی

د هرات ولایت سربیره د بادغیس، فراه او هلمند ولایتونو کې هم دا زلزله احساس شوې ده، خو د سیمه ییزو چارواکو د معلوماتو پر اساس زیات زیان یې د هرات د زنده جان او غوریانو د ولسوالیو په کلیوالو سیمو کې رسولی دی.

د امریکا د جیولوژیکي سروې ادارې (USGS) د دغو زلزلې مرکز د هرات ولایت د شمال لویدیځ په ۴۰ کیلومترۍ کې ښودلی دی.

نور ولولئ: د افغانستان په شمال کې زلزله شوې

د راپورونو له مخې،په سیمه ییز وخت شاوخوا یوولس بجې، د زلزلې پرمهال دغه ولایت د اوسیدونکو ترمنځ ویره خپره کړې او ښځو او ماشومانو په ګډون یې په سلګونو کسان له خپلو کورونو څخه وتلو ته اړ کړل.

د زلزلې د شدت په اړه

د هرات ولایت اوسېدونکی ۴۵ کلن بشیر احمد د فرانسې خبري اژانس ته وویل: “موږ په خپل دفتر کې وو چې ناڅاپه د دفتر ودانۍ مو ولړزېده، د دېوالونو پلسترونه ولوېدل، په دیوالونو کې درزونه رامنځته او یوه برخه یې ونړېدله. ”

نوموړی وايي، چې د ټیلیفوني شبکو د بندېدو له امله د خپلې کورنۍ له غړو سره اړيکه نه شي نيولى او د کورنۍ د غړو د حالت په اړه اندېښمن دى. د راپورونو له مخې دا زلزله د هرات په ګاونډ د ایران په مشهد او ترکمنستان کې هم احساس شوې ده.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button