Uncategorized

هسپانیا کې افغان سفارت: زموږ د سفیر په تړاو د جنسي ځورونې تورونه بې بنسټه دي

په هسپانیا کې افغان سفارت ویلي چې د سفیر محمد رحیم پیرزاده په تړاو د جنسي ځورونې خپاره شوي راپورونه ناسم دي.

د هسپانیا په مادرید ښار کې د افغانستان سفارت په یوه تازه بیان کې د خپل سفیر محمدرحیم پیرزاده په تړاو د «جنسي‌ځورونې» خپاره شوي راپورونه رد کړي او ناسم یې بللي دي.

نوموړي سفارت د چهارشنبې په ورځ (د کب ۲۹مه) د خپلې اېکس‌پاڼې له لارې په یوه بیان ټینګار کړی، چې ټولې چارې یې له نړۍوالو او نافذه قوانینو سره سمې ترسره کېږي او د خپلو کړنو پر وړاندې ځواب‌ویونکی دی.

د یاد سفارت په بیان کې راغلي دي: «هغه تورونه چې زما او د سفارت پر وړاندې د اشخاصو او ډلو له‌خوا لګول شوي، هېڅ ډول قانوني اساس‌ نه‌‌لري او زه یې په کلکه ردوم.»

په بیان کې زیاته شوې، چې د دغه سفارت د حیثیت د بېرته ترلاسه‌کېدو حق خوندي دی او دغه استازولي به له قانون سره سم د دغې دسیسې د عواملو پر وړاندې لازم اقدامات وکړي.

په هسپانیه کې د افغانستان سفارت دا څرګندونې وروسته له هغې کوي، چې ټېلګراف ورځپاڼې په یوه راپور کې ویلي، د هسپانیا دولت د یوې پرېکنده پرېکړې له مخې په دغه هېواد کې د افغانستان سفیر محمدرحیم پيرزاده د «جنسې‌ځورونې له جدي تورونو» وروسته له خپل ډېپلوماتیک خوندي‌توب څخه محروم کړی دی.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button