ټکنالوجي

هغه انلاین اپلکېشنونه چې تاسو ورباندې پیسې ګټلی شی

په دې لیکنه کې څو داسې اپلېکشنونه درپېژنو چې تاسو به انلاین پیسې ورباندې ګټی

د ټکنالوژۍ په اوسني دور کې تاسو اړتیا نه لرئ چې چېرې سي وي ولېږی او دنده په زاریو وغواړئ بلکې تاسو کولی شئ چې له انلاین اپلېکشنونو څخه پیسې تر لاسه او خپل مصارف له کور څخه پوره کړی.

نور ولولئ:د وخت سپما لپاره څو غوره میني‌کرافټ (Minecraft) او د هغه چلونه

اوس دې ته راځو چې تاسې له کومو اپلېکشنونو پیسې ګټلی شی؟ له دغه اپلېکشنونو څخه یو هم میشو (Meesho) دی. دا اپلېکشن د برښنايي پلاټ فورم په لرلو سره تر ټولو چټک او غوره دی چې تاسو په نړۍ کې ورباندې پیسې ګټلی شی. دا تاسو ته اجازه درکوي چې د پیسو ګټلو لپاره په کې ځانونه ثبت کړی، پېر او پلور دواړه په کې ترسره کړی. تاسو کولای شی په دې کې د ښکلا او نور توکي وپلوری او د واټساپ او فیسبوک نه هم ګټه په کې پورته کړی. د سوشل میډیا له لارې تاسو کولی شی چې خپل اجناس له نورو خلکو سره شریک او وپلوری.

یو بل په زړه پورې او اسان اپلکېشن تاسو ته درپېژنو

دا اپلېکشن د ګوګل اوپېنیُّن (google opinion) په نوم دی چې تاسو ورڅخه پیسې ګټلی شی. دا اپلېکشن د مارکېټ یا د بازار په برخه کې د تحقیق لپاره سوالونه وړاندې کوي او تاسو به هغه سوالونو ته په ځواب ویلو سره د ګوګل اډمېن څخه پیسې تر لاسه کوی چې دا یوه لویه ګټه ده. له دغه سوالونو تاسو کولی شی چې یو یا څو انتخاب او هغو ته ځواب ووایاست.

نور ولولئ: د روسیې توغول شوي فضایي بېړۍ مدار ته ورسېده

تاسو کولی شی چې یاد اپلکېشن هم انډرایډ او هم آپل یا ایفون ته اډ کړی. لومړی باید تاسو د خپل ځای او هغه څه کې معلومات ورکړی چې تاسو په کې د خدمت جوګه یاست. ته له هغه سروې چې برخه په کې اخلې پیسې لاسته راوړې او د میاشتې په اخر کې ستاسو اکاونټ ته جمع کېږي.

دریم داسې اپلېکشن چې په خبرو کولو تاسو ته پیسې درکوي

ددې اپلېکشن نوم یو سپیک، وي پې مني (You speak we pay) دی. لکه څنګه چې له نوم معلومېږي، دا اپلېکشن په هغه ژبه کې ستاسو غږ ثبتوي چې تاسو په کې مهارت لری او دا بیا د مصنوعي ځیرکتیا د حافظې د روزلو لپاره کارول کېږي او ګټه ترې اخیستل کېږي.  په دې کې چې تاسو هر څومره ښه او کامیاب کار وکړی، هغومره به تاسو ډېرې پیسې تر لاسه کړی.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button