اقتصاد او سوداګري

هندوستان ته له پنجشیر ولایته ۵۰ ټنه ګیلاس مېوه صادرېږي

اړوند خبرونه:

هند پر پاکستان د «سندور» عملیات پیل او ۹ سیمې یې په نښه کړي

کشمیر کې د تاوتریخوالي له امله، له هند سره د افغانستان سوداګري په ټپه ودرېده

اسلام اباد: “هند به په راتلونکو څو ساعتونو کې پر پاکستان برید وکړي”

د پنجشېر ولایت ځایي مسوولین وایي، چې له دغه ولایته هند ته د نږدې ۵۰ ټنه ګیلاس صادرات پیل شول.

د پنجشېر چارواکو نن (دوشنبه، سرطان ۹مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د د طالبانو د ولایت والي د تازه میوو له یو شمیر سوداګرو سره په یوه غونډه کې د شتل، دره، ابشار، پریان او حصه اول ولسوالیو څخه هند ته د یادې اندازې ګیلاس د صادرولو له پرېکړې هرکلی کړی دی.

نوموړي ډاډ ورکړی چې د پنجشېر سیمه‌ییزه اداره په دې پروسه کې د هر اړخیزې همکارۍ لپاره بشپړه همکاري وکړي.

پنجشېر کې د طالبانو د حکومت والي ویلي، چې د هیواد اقتصادي وده د طالبانو له مهمو لومړیتوبونو څخه ده.

د سوداګرو په وینا، له لرې پرتو ولسوالیو څخه د ګیلاس د حاصلاتو یوه بله اندازه هم د صادراتو لپاره چمتو ده.

دوی زیاتوي چې دغه اندازه مېوه به د معیاري بسته بندۍ وروسته هند ته واستول شي.

پنجشېر کې د طالبانو د ولایت ویاند سیف الدین لټون ویلي، چې د غونډې هدف بازارونو په ځانګړې توګه هند ته د دې محصولاتو د لېږد پروسې په برخه کې د پراخې همغږۍ رامنځته کول وو.

د لټون په وینا په دې مرحله کې، شاوخوا ۵۰ ټنه ګیلاس د دره، ابشار، شتل او حصه اول ولسوالیو څخه راټول شوي او هند ته به صادر شي.

دا هم ولولئ:  طالبان، کابل کې د اورانوس د ودونو تالار د قیمتي ډبرو مارکېټ ته ورکوي

د یادونې ده چې تر دې وړاندې د پنجشېر ولایت له مرکز (بازارک) څخه شاوخوا ۱۰۰ ټنه ګیلاس د منځنۍ آسیا هیوادونو ته صادر شوي دي.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button