نړیوال خبرونه

هند افغانستان سره همکارۍ باندې ټينګار وکړ

هند افغانستان سره همکارۍ باندې ټينګار وکړ د پاکستان او هند لومړي وزیرانو سره د ولسمشر غني ټیلیفوني خبرې شوي او د مبارکي ترڅنګ ېې په دوه اړخيزه اړیکو باندې خبرې اترې شوي دي .هند افغانستان ته د پراخه همکارۍ ډاډ ورکړۍ دۍ،

پرون د ولسمشر غني د هند صدراعظم سره ټیلیفوني خبرې کړي دي.د سرچينیو له مخې د هند صدراعظم نریندرا مودي له افغانستان سره د خپل هېواد د اقتصادي همکاريو پر دوام ټینګار کړی او دواړو خواوو د سولې بهیر په ګډون د افغانستان او سیمې سیاسي او امنیتي وضعیت په اړه خبرې کړي دي.

د هند لومړي وزیر له غني سره په ټلېفوني خبرو کې ویلي، چې هېواد به ېې له افغانستان سره پر ټولووعدو ولاړ وي او باثباته افغانستان چې د سیمې او نړۍ هېوادونو ته په ګټه دی، هیله یې لري جمهور ریس غني د هند حکومت له همکاریو او مرستو مننه وکړه او د لا دوام ټینګار یې وکړ.په دې خبرو کې د سولې بهیر، د بین الافغاني خبرو پیلېدو او بېلا بېلو نورو موضوعاتو په تړاو هم بحث او خبرې شوي دي.په ورتهۍوخت د ولسمشر غني له لوري د پاکستان لومړي وزیر عمران خان هم سره ټیلیفوني خبرې شوي دي.د راپورونو له مخې په دې ټیلیفوني خبرو کې د سولې په بهیر، د بین الافغاني خبرو پیلېدو او دغه راز د بندیانو خلاصون په اړه خبرې شوي دي.

د ګاونډي هېواد پاکستان لومړي وزیر هیله مندي ښودلي چې د دوحې په توافق لیک کې ټول توافق شوي موارد په بشپړه توګه عملي شي څو هر څه ژر د بین الافغاني خبرو پیلېدو لپاره زمینه برابره شي.ولسمشر غني د سولې بهیر کې د پاکستان د ریښتنې همکاري غوښتنه کړي او عمران خان هم ژمنه ورکړي ده چې په افغانستان کې د تلپاتې سولې او ثبات او دغه راز د بین الافغاني خبرو پیلېدو لپاره زیاته آسانتیا برابره کړي.

دا په داسې حال کې چې افغانان د افغان سولې په تړاو د پاکستان پر نیت شک لري، د دوی پر وینا چې د افغانستان جګړه د پاکستان د استخباراتو په مرسته روانه ده، که طالبان سوله وکړي نو جګړه به بیا د پاکستان له لوري په بل نوم روانه وي.د اختر په مناسبت د طالبانو اوربند کې هم امتیاز د پاکستان حکومت غواړي، د اوربند په تړاو د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي هم ویلي وو چې د طالبانو په اوربند کې ډېره مرسته د پاکستان وه چې طالبان یې اوربند ته راضي کړل.

خوعام افغانان اندېښنه لري چې پاکستان به د طالبانو له سولې وروسته د افغانستان جګړه د داعش او نورو ډلو په واسطه پر مخ وړي.يه سوشل ميډیا کې عام وګړي وايي چې باید افغانان په دې زان نور پوه کړي چې د جګړې اصلي علملین څوک دي نو دې سره به د سولې مزاکراتو کې سولې ته د رسېدو لار اسانه وي،

که مونږ او ګورو د ننګرهار پر محبس د برید وه چې داعش ډلې یې مسؤولیت پر غاړه واخیست خو خبریال وېب پاڼې خه په لاس ورغلي معلومات ښیي چې دا برید د پاکستان کومانډو ځواکونو کړی او پاکستان حکومت هم د ننګرهار د محبس د برید په تړاو څه ندي ویلي،

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button