افغانستانسیمه

هند د وروستۍ زلزلې ځپلو ته د خوراکي توکو مرسته استولې

اړوند خبرونه:

د افغانستان زلزلې ځپلو ته د متحده عربي اماراتو بېړنۍ مرستې او ژغورونې ټیم

د افغانستان ختیځ دوو شدیدو زلزلو ولړزاوه

زلزله؛ د مړو شمېر ۱۰۰۰ او د ټپیانو شمېر ۲۵۰۰ ته ورسېده

هند د افغانستان د شمالي ولایتونو د وروستۍ زلزله ځپلو ته د خوراکي توکو مرسته استولې ده.

د هند بهرنیو چارو وزیر، جی شنکر پر اېکس لیکلي، نن (دوشنبه) له ماسپښین وروسته یې له خپل افغان سیال، امیرخان متقي سره ټلیفوني خبرې کړي او د زلزلې د قربانیانو له کورنیو سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده.

اخوا د هند بهرنیو چارو وزارت ویاند، رندیر جېسوال ویلي، شمال کې یې د تېرې شپې د زلزلې زیانمنو کورنیو سره د مرستې په موخه خوراکي توکي راستولي دي.

جی شنکر په خپل اېکسپانه کې زیاته کړې چې د هندي ولس او افغان ولس ترمنځ دوه اړخیزې اړیکې د لا زیات ښه کېدو په حال کې دي.

وروستۍ زلزله؛ د سمنګان «خلم» ولسوالۍ ته ژغورونکې ډلې ورسېدې

تېره شپه یوه بجه  ۶ اعشاریه ۳ درجې زلزلې شمالي ولایتونه په ځانګړي ډول بلخ، سمنګان او بغلان ولایتونه ولړزول.

د وروستیو مالوماتو له مخې په ‏بلخ او سمنګان کې وروستۍ زلزلې نږدې ۷۰۰تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د بلخ او سمنګان ځايي چارواکو ویلي، چې د تیرې شپې زلزلې له امله تر ٦٦٠ کسان ژوبل شوي او شاوخوا ٤٠ تنو ژوند بایللی دی.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button