لوبېلوبې خبرونه

هند د کرکټ اسیام جام اتلولي وګټله

هند سریلنکا ته په ماتې ورکولو سره د اسیا جام سیاليو اتل شو

د هند توپ اچوونکو د توقع خلاف بال وکړ او د سریلنکا لوبډله یې پرېنښوده چې له ۵۰ زیاتې منډې وکړي.

هندي چټک توپ اچونکي محمد سراج د سیالې لوبډلې شپږ لوبغاړي وسوځول

نور ولولئ: اسیا کپ؛ سریلنکا پاکستان ته په ماتې ورکولو پایلوبې ته لار ومونده

د سري لنکا لخوا ورکړل شوی د ۵۱ کمو منډو هدف هندي لوبغاړو په لومړيو شپږو اورونو کې د کوم لوبغاړي له اوټ کېدو پرته پوره کړ او له دې سره یې په اتم ځل د اسیا جام اتلولي پخپل نوم کړه.

هند دا لوبه د لسو وېکټو په توپیر داسې مهال وګټله چې لا د لوبې نږدې ۴۴ اورونه (۲۶۳ بالونه) پاتې وو.

د سری لنکا لوبډلې یوازې ۱۵ اورونه ولوبول

خو دا لوبه لا د پیله هغه مهال یو طرفه شوه چې د سري لنکا ټول لوبغاړي په ۱۵م اوور کې یوازې د پنځوسو منډو له جوړولو سره اوټ شول.

هندي چټک توپ اچونکي محمد سراج د سیالې لوبډلې شپږ لوبغاړي وسوځول، هغه په دویم اوور کې ان څلور شري لنکايي لوبغاړي اوټ کړل او له دې سره یې د شري لنکا د غټو منډو جوړولو په اراده خاورې واړولې.

نوموړي په اوه اورونو کې شپږ وېکتې واخیستې او یوازې ۲۱ منډې پرې وشوې، دا په نړیوال کرېکټ کې د محمد سراج بې سارې ښه توپ اچونه ده.

ښاغلي سراج د نننۍ ښې لوبې له کبله د پای لوبې د غوره لوبغاړي جایزه هم واخېسته.

په نورو لوبغاړو کې د هند هارډېک پانډیا درې او جاسپریت بومرا د مقابلې لوبډلې یو لوبغاړی اوټ کړ.

د سري‌لنکا لوبغاړو توپوهنه

د شري لنکا لخوا تر ټولو ډېرې منډې مېنډېس وکړې، نوموړي د ټیم په ګټه ۱۷ منډې جوړې کړې خو لوبډله نه هغه او نه بل کوم لوبغاړي له بد پیله وژغورله.

په دې مهمه لوبه کې د شري لنکا لږ تر لږه پنځه لوبغاړي په صفر اوټ شول.

نور ولولئ: افغان لوبډله د کرکټ له اسیا کپ سیالیو بهر شوه

دا په داسې حال کې ده چې د دغې لوبې بچه هم شري لنکا ګټلې وه او خپله یې لومړۍ د توپ وهنې پرېکړه وکړه.

له ټاس اچونې وروسته دا لوبه د باران له کبله ۴۰ دقیقې په ځنډ پیل شوه او داسې ښکاري چې شري لنکا د لومړۍ توپ وهنې پرېکړه ښه نه وه.

د دغې برخلیک ټاکونکې لوبې ټاس یا پچه شري لنکا وګټله خو هند ته یې لومړۍ د توپ اچونې بلنه ورکړه.

هندي لوبډلمشر روهېت شرما له تبصره کونکو سره خبرو کې وویل “دوی هم غوښتل چې لومړۍ بېټېنګ وکړي تر څو په مقابله لوبډله له ښو منډو جوړولو سره فشار واچوي.” نوموړي لوبډلې ته د ځينو اصلي لوبغاړو ورستنېدل هم هیله بخښونکی او د لوبډلې په ګټه ښه خبر وباله.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button