سیمه

هند ستره محکمه: د اسلامي ښوونځیو د بندولو حکم مو ځنډولی

د هند ستره محکمه وايي چې د اسلامي ښوونځیو د بندولو حکم یې ځنډولی دی

په دې وروستیو د هند دولت هڅه کوي چې په دغه هېواد کې د مسلمانانو فعالیتونه، زده کړې او نور حقونه محدود کړي.

تازه د هند سترې محکمې ګڼ نفوسه ایالت اترپردیش کې د اسلامي ښوونځیو د بندولو حکم ځنډولی او مسلمانانو ته یې د زده کړو چانس غځولی دی.

د هند سترې محکمې د یوې ایالتي محکمې له خوا د دغه هیواد په ترټولو ډیر نفوس لرونکي ایالت اترپردیش کې په اسلامي ښوونځیو لګیدلی بندیز، ځڼډولی دی. د محکمې دغه نوي حکم له ډیرو لانجو وروسته د دغو ښوونځیو زده کوونکو او ښوونکو ته د ارامې ساه د اخیستو فرصت ورکړی دی.

دغه پرېکړه کله خپره شوې ده؟

د سترې محکمې دغه نوې پریکړې په دغه قضیه کې د ښکیلو وکیلانو له خوا د جمعې په ورځ خپره شوې ده.‌ دا پریکړه په هند کې له ټاکنو څو ورځې وړاندې شوې.‌ د هند اوسنۍ لومړی وزیر نریندرا مودي غواړي چې په دغو ټاکنو کې د دریم ځل لپاره واک ترلاسه کړي.

نور ولولئ: د افغانستان هېرویین او تریاک لېږدونکې ډرون له پاکستان د هند پولو ته رسېدلي

نور ولولئ: د هند لومړی وزیر: کشمیر د هند له خاورې سره په مدغم کېدو دی

د هند سترې محکمې، د الله اباد ایالتي سترې محکمې له خوا د مدرسو د بندلو په اړه د مارچ په ۲۲ مه نیټې صادر شوی حکم ننګولی دی. په دغه حکم کې یادې ایالتې محکمې هغه قانون لغوه کړې چې په ۲۰۰۴ کال کې تصویب شوی و او په اترپردیش ایالت کې یې د مدرسو فعالیت ته اجازه ورکوله. په دغه ایالت کې د ۲۴۰ میلیونه نفوس پنځمه برخه مسلمانان جوړوي.‌

india
په هند کې د مسلمانانو دیني مدرسه

د پخوا په څېر د هر څه پاتې کېدل

د اترپردیش ایالت سترې محکمې دغه قانون د سیکولریزم څخه سرغړونه بولي، هغه څه چې د هند په اساسي قانون کې راغلي دي. دغې ایالتې محکمې لارښوونه کړې وه چې د دې مدرسو زده کونکي دې دودیزو ښوونځیو ته ولیږدول شي.

د دغې قضیې اړوندو وکیلانو ویلي، چې یاده قضیه به د جولای په میاشت کې د محکمې له خوا واوریدل شي، او تر هغه وخته پورې به “هرڅه د پخوا په څیر پاتې شي.”

د هند د فدرالي انتخاباتو پروسه به د جون په میاشت کې پای ته ورسیږي.

په اترپردیش ایالت کې د مدرسو د بورډ مشر، د محکمې د حکم هرکلی کړی او هغه یې “لویه بریا” بللې.

هغه وویل: “موږ واقعیا د شاوخوا ۱.۶ میلیونه زده کونکو راتلونکي په اړه اندیښمن یو او اوس دا امر زموږ ټولو لپاره د لویې ارامۍ سبب.”

د مودي ګوند بي جي پي د مودي د صدراعظمۍ په لس کلنه دوره کې هڅه کړه چې هند کې مسلمانان او ددوی فعالیتونه رامحدود کړي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button