نړیوال خبرونه

هند غواړي د ملګرو ملتونو امنيت شورا کې د افغانستان په هکله ځانګړې ناسته وکړي

هند غواړي د ملګرو ملتونو امنيت شورا کې د افغانستان په هکله ځانګړې ناسته وکړي ملګرو ملتونو امنيت شورا سبا د جمعې په ورځ د افغانستان په موضوع ځانګړې ناسته کوي.

هند د امنيت شورا پړاويزه مشري پر غاړه لري او دغه ناسته به هم په ملګرو ملتونو کې د هند دايمي استازي ټي ايس ټيرمورټي په مشرۍ جوړيږي.په ملګرو ملتونو کې د هند استازي په خپل ټويټ ويلي، چې  سبا د جمعې په ورځ د اګسټ په ۶مه به د افغانستان په موضوع ځانګړې ناسته جوړه شي.دا معلومات په داسې حال کې خپاره شوي، چې وړمه ورځ د بهرنيو چارو وزير حنيف اتمر له خپل  هندي سيال اېس جې شنکر سره د افغانستان پر روان وضعيت او سولې بهیر په اړه ټيليفوني خبرې کړې وې.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت په خپره کړې ويناپاڼه کې ويلي، چې اتمر او شنکر د جګړې روان شدت، د بشري حقونو ساتنې او يو شمېر نورو موضوعاتو په اړه خبرې کړي دي.اعلاميه زياتوي، چې اتمر له خپل هندي سيال سره په خبرو کې پر طالبانو تور پورې کړی،

چې له بهرنيو وسله‌والو ډلو سره اړيکې لري او دغه موضوع بايد د امنيت شورا په غونډه تر بحث لاندې ونيول شي.د ملګرو ملتونو د امنيت شورا پړاويز مشر ويلي، چې د دې شورا ټول غړي هېوادونه د افغانستان پر روان وضعيت اندېښمن دي او غواړي، چې دې وضعيت ته د پای ټکی کېښودل شي.

un security council

ټي ايس ټيرمورټي زياته کړې، چې هېواد يې د افغانستان سولې او ثبات لپاره د هر ګام ملاتړ کړی دی او کوي يې.د امنيت شورا ځانګړې ناسته په داسې حال کې جوړيږي، طالبانو له تېرو دوو مياشتو راهيسې د هېواد په شمال، مرکزي ولايتونو، ختيځ، جنوب او جنوب لويديځ کې له دوو سوو زياتې ولسوالۍ او سلګونه پوځي مرکزونه نيولي او زرګونه پوځيان هم ورته تسليم شوي دي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button