افغانستانسیمه

هند وايي چې ژر به امیرخان متقي نوي ډیلي ته سفر وکړي

اړوند خبرونه:

د طالبانو اعلامیه: د هند او پاکستان تر منځ زیاتېدونکی کړکېچ د اندېښنې وړ دی

هند پر پاکستان د «سندور» عملیات پیل او ۹ سیمې یې په نښه کړي

کشمیر کې د تاوتریخوالي له امله، له هند سره د افغانستان سوداګري په ټپه ودرېده

اسلام اباد: “هند به په راتلونکو څو ساعتونو کې پر پاکستان برید وکړي”

امیر خان متقي وايي، رسمیت پېژندنه د فشار په توګه کارول کېږي

هند د جمعې په ورځ تایید کړه چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا کمېټې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر او د طالبانو جګ‌پوړی غړی مولوي امیرخان متقي ته د معافیت اجازه ورکړې څو د اکتوبر له ۹مې تر ۱۶مې پورې نوي ډېلي ته سفر وکړي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندیر جایسوال وویل چې دا معافیت شته، خو د سفر جزئیات یې شریک نه کړل او زیاته یې کړه چې رسنۍ به وروسته تازه معلومات ترلاسه کړي.

متقي چې پر سفر یې له ۲۰۰۱ کال راهیسې د ملګرو ملتونو له لوري بندیز دی، تمه کېږي چې د اکتوبر په ۹مه یا ۱۰مه نوي ډیلي ته ورسېږي.

دغه سفر د یوې مهمې ډیپلوماټیکې پېښې په توګه کتل کېږي، ځکه چې هند تر اوسه د طالبانو رژیم په رسمیت نه دی پېژندلی، خو د جمعې په ورځ یې هغه د «افغان بهرنیو چارو وزیر» په نوم یاد کړ.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button