نړیوال خبرونه

هېوادکې کورونا مثبو پېښو شمېر څلورو ته رسېدلی

په هرات ولایت کې د کورونا وېروس درې نورې مثبتې پېښې هم ثبت شوي دي، چې په دې سره په افغانستان کې مثبتې پېښې څلور او ټولې مشکوکې پېښې ۳۶ ته رسېدلې دي.

د روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایاررسنیو ته ویلي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر کورونا ویروس یا (کوویډ-۱۹) ۳۶ مشکوکې نمونې تر لابراتواري معاینو لاندې وې، چې له ډلې یې د هرات ۳ مثبتې ثابتې شوي او ۳۳ نورې منفي وې.

له دې درېيو مثبتو پېښو سره، په افغانستان کې پر کورونا وېروس یا (کوویډ-۱۹) د اخته کسانو شمېر څلورو ته رسېدلی.

ښاغلي مایار زیاته کړې له درېیو کسانو دوه یې له ایران راغلي او پر کوویډ-۱۹ وېروس اخته و او یو بل له دوی سره په اړیکه کې و.

ښاغلي مایار رسنیو ته په یوه استول شوې خبرپاڼه کې هم ویلي، په هرات کې په دې وېروس دا اخته ۴ ناروغان په یوه ځانګړي ځای(Isolation Ward) کې درملل کېږي.

پرون جمعه (مارچ ۶) د عامې روغتیا وزارت چارواکو ویلي وو، د کورونا وېروس ۳۶ نوې مشکوکې پېښې یې ثبت کړي. ددوی په ټکو دا نوې مشکوکې پېښې په ۱۳ ولایتونو کې ثبت شوي دي او په لابراتوار کې تر څېړنې لاندې دي.

افغان چارواکي وايي، اوس د ټولو مشکوکو پېښو شمېر ۱۱۹ ته لوړ شوی، چې درې نورې پېښې یې مثبتې ثابتې شوې او پاتې نورې یې مشکوکې دي.

د عامې روغتیا وزارت چارواکو له خلکو غوښتي چې د کورونا وېروس د مخنیوي لپاره د نوي کال په جشنونو کې له ګډونه ډډه وکړي. په هرات کې ولایت کې د نوي ښوونیز کال پیل هم ځنډول شوی دی.

د عامې روغتیا وزیر ښاغلي فیروزالدین فیروز د پنجشنبې (د کب ۱۵مه) په ورځ یوه خبري غونډه کې هم ویلي و چې د کورونا د هرې معاینې لګښت ۳۲ ډالره کیږي. ښاغلي فیروز زیاته کړې وه چې کیټونه رالیږل شوي چې د هر کیټ بیه ۱۶ سوه ډالره ده او یو کیټ د ۵۰ ناروغانو لپاره بسنه کوي.

دا نوي معلومات یوه ورځ وروسته له هغه په ډاګه کېږي چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني له چارواکو وغوښتل له ایران سره پر ګډه پوله د څار امکانات زیات کړي.

په ایران کې تر تېرې جمعې ورځ (مارچ ۶) د کورونا ۱۲۳۴ نوې مثبت پېښې ثتب شوې وې.

د ایران د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، اوس پر کورونا وېروس د اخته کسانو شمېر څلور زره ۷۴۷ تنو ته رسېدلی او د مړو شمېر ۱۲۴ ته لوړ شوی دی.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button