هېواد کې د برېښنا تولید؛ افغانستان د ۲۲۰ ګیګاواټه لمریزې انرژۍ ظرفیت لري

هېواد کې د برېښنا تولید د پراختیا پراخ فرصتونه لري. د ملګرو ملتونو په وینا، افغانستان د ۲۲۰ ګیګاواټه لمریزې انرژۍ ظرفیت لري، خو ۸۰ سلنه برېښنا واردوي.
د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (UNDP) وايي، افغانستان د لمریزې برېښنا د تولید پراخ ظرفیت لري، خو لا هم د خپلې اړتیا وړ ډېره برېښنا له ګاونډیو هېوادونو واردوي.
د دغه بنسټ د معلوماتو له مخې، افغانستان د څه باندې ۲۲۰ ګیګاواټه لمریزې برېښنا د تولید اټکلي ظرفیت لري.
سره له دې، هېواد د خپلې اړتیا وړ څه باندې ۸۰ سلنه برېښنا له بهر څخه ترلاسه کوي او هر کال پرې له ۲۸۰ میلیونه ډالرو ډېر لګښت کوي.
هېواد کې د برېښنا تولید ولې د اقتصادي ودې لپاره مهم دی؟
د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام د «افغانستان د انرژۍ اوونۍ» په مناسبت پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د لمریزې انرژۍ پراختیا د افغانستان لپاره مهم فرصت دی.
دغه بنسټ ویلي، د لمریزې انرژۍ له پراخو سرچینو سره سره، د هېواد ډېری اوسېدونکي لا هم دوامدارې او باوري برېښنا ته لاسرسی نه لري.
د کورني تولید زیاتوالی کولای شي پر وارداتي برېښنا تکیه راکمه کړي او د کورنیو، سوداګریزو فعالیتونو او صنعت لپاره د انرژۍ د برابرولو زمینه پراخه کړي.
خو د دې ظرفیت عملي کارول د پانګونې، اړینو تاسیساتو او د برېښنا د لېږد او وېش د شبکو پراختیا ته اړتیا لري.
د افغانستان د انرژۍ اوونۍ او د نړیوالو همکاریو اړتیا
د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام د نومبر په نهمه او لسمه د «افغانستان د انرژۍ اوونۍ» جوړېدو ته په اشارې، د پاکې او دوامدارې انرژۍ د پراختیا لپاره د همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.
دغه بنسټ وايي، د نړیوالو او کورنیو شریکانو ترمنځ همکاري کولای شي د افغانستان د لمریزې انرژۍ د سرچینو په اغېزمن استعمال کې مرسته وکړي.
هېواد کې د برېښنا تولید د پراختیا لپاره د لمریزو پروژو عملي کول د وارداتو د کمولو ترڅنګ، د انرژۍ د لاسرسي د ښه کولو یوه مهمه لاره بلل کېدای شي.
د افغانستان د لمریزې انرژۍ ظرفیت د دې ښکارندوی دی چې هېواد د کورنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره د پام وړ طبیعي سرچینې لري.
هېواد کې د برېښنا تولید د زیاتېدو لپاره به د پانګونې ترڅنګ، د تخنیکي امکاناتو پراختیا او د انرژۍ د پروژو دوامدار ملاتړ مهم وي.



