سیمه ییز خبرونهنړیوال خبرونه

هېواد کې د ګوزڼ د تازه پېښې ثبت

په ننګرهار ولایت کې د ګوزڼ یا پولیو تازه پېښه ثبت شوې ده

تر دې وړاندې په دریو اونیو کې د پولیو یا ماشومانو د ګوزڼ څلور پېښې په ننګرهار ولایت کې ثبتې شوې وې.

په افغانستان کې د یونېسف لخوا د ماشومانو د ګوزڼ ضد پروګرام د عامه اړیکو مشر کمال شاه سید د پولیو د تازه او پنځمې پېښې په اړه وايي،”په در بابا ولسوالۍ کې دا پېښه ثبت شوې چې په عمومي ډول اوړي يا توده هوا کې د پوليو ناروغۍ د خپرېدو لپاره نسبتا مناسب موسم وي.”

ښاغلي سید زیاته کړه چې د دې تازه پېښې ثبتېدل دا په ډاګه کوي چې د پولیو یا ماشومانو د ګوزڼ ناروغي د خپرېدو په حال کې ده او په وینا یې که همداسې دوام وکړي نو د هېواد نورو سیمو ته به هم وېروس ورسېږي او لا ډېرې پېښې به ثبت شي.

نوموړي له دې امله اندېښنه څرګنده کړه او له هغو کورنیو نه چې بچیان یې د بېلا بېلو لاملونو له امله نه دي واکسین شوي غوښتنه وکړه چې خپل بچیان ژر تر ژره واکسین کړي.

په هېواد کې ځینې کورنۍ ماشومان نه واکیسنوي

افغانستان کې اوس هم ځینې کورنۍ خپل ماشومان د بېلابېلو لاملونو له کبله نه واکسینوي، چې دا د ماشوم د بدن دفاعي وړتیا کموي او په دې توګه په اسانۍ په پولیو یا ګوزڼ ناروغۍ اخته کېدای شي.

ګوزڼ عمومآ تر پنځو کلو کم عمره ماشومان اغېزمنوي او درملنه یې ناشونې ده.

د یادونې ده چې افغانستان او پاکستان نړۍ کې هغه دوه هېوادونه دي چې لا هم د ماشومانو د ګوزڼ پېښې په کې رامنځته کېږي.

نور ولولئ: په هېواد کې د ماشومان د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پيل شو

د یونېسف د معلوماتو له مخې په تېرو څو میاشتو کې د ډیورنډ کرښې بلې غاړې ته هم د ماشومانو د ګوزڼ دوه پېښې رامنځته شوې دي.

دوی ویلي دغو دوه پېښو د ننګرهار بټي کوټ ولسوالۍ کې له ثبت شوې پېښې سره جنیټیکي تړاو درلود.

په تېر کې د پاکستان او افغانستان ځینو سیمو کې د ګوزڼ‌ واکسین په اړه ناسم پوهاوي او پر خلاف یې د منفي‌ تبلیغاتو له کبله پر واکسیناتورانو مرګوني‌ بریدونه هم شوي دي.

د ګوزڼ له منځه وړلو پر وړاندې خنډونه څه وو؟

په تېرو کلونو کې افغان حکومت د ګوزڼ ضد واکسین پر وړاندې تر ټولو لوی خنډ نا امني بلله چې له امله یې په ګڼ شمېر کې ماشومان چې ډېر یې په سویلي سیمو کې وو له واکسین کولو پاتې کېدل. خو له هغه مهاله چې په ۲۰۲۱ کال کې طالبان بیا پر افغانستان واکمن شوي د ګوزڼ ضد واکسینولو کمپاینونو ملاتړ کوي او کمپاینونه ترسره کوي.

موږ دا موضوع په افغانستان کې د طالبانو په حکومت کې د عامې روغتیا وزارت سره شریکه کړه خو هغوی په دې هکله چې دا کمپاین ولې ترسره نه شو څه ونه ویل.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button