نړیوال خبرونهنړۍ خبرونه

واګنر ملېشه ترهګر سازمان اعلانیږي

د بریتانیا حکومت غواړي چې واګنر ملېشه ترهګریز سازمان اعلان کړي

دا په دې مانا ده چې له دغه اعلان وروسته به د بریتانیا له نظره د واګنر ملاتړ او یا په دې ډله کې غړیتوب غیر قانوني وي.‌

په دې تړاو قانون چې مسوده به یې پارلمان ته واستول شي، د دې اجازه ورکوي چې د واګنر شتمنۍ د ترهګریزو ملکیتونو په توګه ډلبندي او مصادره شي.

نور ولولئ: پنټاګون د واګنر ډله د اوکرايين جګړه کې اغېزناکه نه ویني

د بریتانیا کورنیو چارو وزیرې ویلي‌ واګنر د ولادیمیر پوتین د روسیې یوه قهرجنه او ویجاړونکې پوځي وسیله ده.‌

ددغه ملېشې فعالیتونه نړیوال امنیت ته خطر

سوېلا براوېرمن وايي په اوکرایین او افریقا کې د دې ډلې فعالیت “نړیوال امنیت ته خطر دی.”

هغې زیاته کړې “د واګنر دوامداره بې ثباتوونکي فعالیتونه یوازې د دې لپاره دوام لري چې د کرېملین د سیاسي اهدافو په چوپړ کې وي.”

واګنر ګروپ په سوریې، لیبیا، مالي او د افریقا نورو برخو کې د فعالیت ترڅنګ پر اوکرایین د روسیې یرغل کې هم مهم نقش لوبولی دی.

نور ولولئ: روسیه: د ملېشه ځواک ‘واګنر’ مشر پر بغاوت تورن شو

د دې ډلې غړي د اوکرایینیانو د وژلو او ربړولو په ګډون پر بېلابېلو جرمونو تورن شوي دي.‌

د امریکا متحدو ایالتونو په ۲۰۲۰ کال کې وویل چې د واګنر سرتېرو د لیبیا د پلازمېنې طرابلس شاوخوا ماینونه ایښي دي.‌

په مرکزي افریقا کې اعدامونه

او په تېره جولای کې بیا بریتانیا اعلان وکړ چې دا ډله”په مالي او مرکزي افریقا جمهوریت کې په اعدامونو او ربړونو” کې ښکېله ده.‌

د دې ډلې د برخلیک په اړه روان کال تر هغې وروسته پوښتنې راپورته شوې چې مشر یې ‘یوفګیني پریګوژین‘ د روسیې پوځ خلاف په ناکامه کودتا لاس پورې کړ.

پخپله پرېګوژین چې د دې اجیرې ملېشې بنسټ یې په ۲۰۱۴ کال کې ایښی، د اګست پر ۲۳مه د الوتکې راغورځېدو پېښه کې ووژل شو.‌

اوس ټاکلې د دې ډلې نوم هم د حماس او بوکو حرام په څېر بریتانیا کې د ممنوع ډلو نوملړ ته وراضافه شي.

د دوه زرم کال ترهګرۍ ضد قانون د بریتانیا کورنیو چارو وزارت ته دا واک ورکړی چې که د کومې ډلې په اړه د ترهګرۍ اندېښنه لري، نو فعالیت دې یې منع اعلان کړي.‌

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button