انګلینډ پوهانو د لوبو م د کورونا ويروس چې ټوله نړۍ کې خپور شوى دى او زياتره هېوادونو کې ژوند او هر څه په ټپه ولاړ دي، خلک په کورونو کې کرنټين دي، همداسې هر ډول لوبې ترسره کېدل هم ځنډېدلي دي سوولينو ته ويلي دي، چې د کورونا ويروس له امله درېدلې لوبې که بيا پيل شي، هم د څه وخت لپاره به له تماشچيانو پرته ترسره کېږي.
د رسنيو د راپورونو په وېنا، برېتانوي پوهانو ويلي دي، که چېرته ګرځبندېز پاى ته ورسېږي، نو هم به لوبې ژر نه پيلېږي، بلکې د ګرځبندېز تر ختمېدو ٤ اونۍ وروسته بايد هر ډول لوبې پيل شي.
دوى همدا راز په خپلو خبرو کې وايي، که چېرته له ګرځبندېز وروسته لوبې پيل هم شي، نو بيا د څو اونيو لپاره له تماشچيانو پرته ترسره شي او لوبغالو ته دې د لوبو ليدو لپاره هېڅوک هم نه پرېښودل کېږي.
د يادولو ده چې د کورونا ويروس له امله د برېتانيې په ګډون په ټوله اروپا کې هر ډول لوبې بندې شوې دي او که چېرته د بندو دروازو تر شا لوبې ترسره کېږي، نو هم له ٢٠٠ څخه تر ٣٠٠ کسانو ته اړتيا پېښېږي.
دوى وايي، تر څو پورې چې کورونا ويروس په بشپړ ډول ختم شوى نه وي، نو لوبغالي هم له خطر څخه خالي نه دي، يو کس کولاى شي چې نور ډېر خلک په دغه ويروس باندې اخته کړي.
دوى په همدې خاطر ويلي دي، چې له تماشچيانو ډک لوبغالي کې لوبې ترسره کول له خطره ډک دي او په دې اړه د ګرځبندېز تر ختمېدو وروسته هم ژر پرېکړه نه شي کېداى.
د يادولو ده چې د کورونا ويروس له امله د فيفا په ګډون هر ډول لوبې ځنډول شوي دي، چې د هند ستر تجارتي ليګ اى پي ايل هم پکې شامل دى.