ځایی

وروستي ورښتونه؛ سېلابونو اووه کسان مړه کړي

په هېواد کې د وروستیوشدیدو اورښتونو له امله د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې سېلابونه راوتلي او اووه کسان یې مړه کړي دي

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږی دفتر (اوچا) وایي، چې د افغانستان په اوو ولایتونو کې د وروستیو اورښتونو له امله ۷ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او سلګونه کورونه زیانمن شوي دي.

د اورښتونو او سیلابونو له امله د یو شمېر لارو تړل کېدو د ژغورونکو ډلو کار هم ستونزمن کړی دی.

اوچا د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د هېواد په شمال کې فاریاب، په ختیځ کې ننګرهار او دایکندي ولایت د هېواد په مرکزي ولایتونو کې تر ټولو اغېزمنې سیمې بلل شوي دي.

زیانمنې شوې کورنۍ

د راپور له مخې، په دغو اورښتونو کې ۳۸۴ کورنۍ په شدیده توګه زیانمن شوي دي.

دغې ادارې له طالبانو سره په همغږۍ او د خپلو بشردوستانه شریکانو په همکارۍ سره له زیانمنو کورنیو سره د مرستو د ژمنو ترڅنګ زیاته کړې ده، چې په ځینو سیمو کې د پلونو د ویجاړېدو له امله زیانمنو سیمو ته لاسرسی نه لري.

نور ولولئ: د هېواد په څو ولایتونو کې سېلابونو مالي او ځاني زیانونه اړولي

نور ولولئ: ‘درنه’ تاریخي سیمه کې سېلابونه؛ به لرغونو اثارو او د صحابه په مقبرې څه وشول؟

اوچا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې یوازې د تېرو دوو ورځو په اورښتونو کې څه باندې یو نیم زر جریبه کرنیزې ځمکې تخریب شوې دي.

floodd
په افغانستان کې سېلابونه

په هېواد کې وروستی ژمی د افغانانو لپاره سخت او خونړی ژمی و، چې له امله یې لسګونو کسانو ژوند له لاسه ورکړ، زرګونه څاروي له منځه ولاړل او سلګونو کورنیو ته سخت مالي تاوانونه واوښتل.

هغه سیمې چې څاروي په کې له منځه تللي وو

د کب په میاشت کې د پنجشېر ولايت د طالبانو سيمه ييز چارواکو خبر ورکړی وو، چې د دغه ولايت په شاتل، راغه او حصه اول ولسواليو کې د سختو واورو او سړې هوا له امله سل څاروي مړه شوي او لس کورونه ويجاړ شوي دي.

په ورته وخت کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې ملي ټلویزیون په سرپل ولایت کې په واورو کې د ژوندي پاتې شویو کسانو د ژغورنې لپاره د عملیاتو د دوام اعلان کړی وو.

تر دې مخکې د افغانستان د فواید عامې وزارت اعلان کړی و، چې په کابل، بلخ، ننګرهار، کندهار، هرات، بدخشان، هلمند، غور، لغمان، اروزګان، زابل، پکتیا او پکتیکا ولایتونو کې د سختې یخنۍ له امله لږ تر لږه ۲۰ تنه مړه شوي او ۱۴ تنه نور ټپیان شوي وو.

د هوا پېژندنې ادارې په هېواد کې د نورو ورښتونو د ورېدو خبر هم ورکړی دی.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button