وزیردفاع: د کندهارامنیت به ډېر ژرډاډمن شي

ځړول شوی:نوومبر 3, 2020 لخوا ځړول شوی:امېل تبصرې:0

وزیردفاع: د کندهار امنیتبه ډېر ژر ډاډمن شي د افغانستان دفاع وزیر او غوڅ ملاتړ ماموریت عمومي  قوماندان سکاټ میلر کندهار ولایت ته سفر کړی او هلته د حالاتو ته په کتو سره د کندهار د امنیت کیدلو ډاډ ورکړی او ویلي يې دي چې وسلوال ځپلي دي.

لکه څنګه چې تاسو ټولو ته معلومات شته چې د کندهار ولایت ارغنداب  او ژړۍ ولسوالیو کې د طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ نښتې روانې دي چې پر مهال يې د کندهار اوسیدونکي اندېښمن کړي چې  ښايي کندهار هم د هلمند  په څېر سي پر همدې مهال د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست او د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان سکاټ میلر کندهار ته ولاړل او د دې ولایت له محلي چارواکو سره يې وکتل خو

د هېواد د دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد ډاډ ورکړی او ویلي يې دي چې ټول به ژر په دې ولایت کې د امنیتي حالت د ښه کیدلو شاهدان و اوسو  په دې ولایت کې مېشتو افغان ځواکونو د دفاع سرپرست وزیر او په افغانستان کې د ناټو عمومي قوماندان ته ډاډ ورکړ چې طالبانو ته‌یې درنه مرګ‌ژوبله اړولې او ژر به د دې ولایت له نا امنه سویو سیمو طالبان وباسي.

تر دې دمه لاهم په یادو ولسوالیو کې نا امني روانه ده او په ځینو سیمو کې يې نښتې رامنځ ته کیږي د کندهار اوسیدونکي د وروستیو نا امنیو رامنځ ته کیدلو له امله اندېښمن دي او ویلي يې دي چې باید د کندهار د امنیت لپاره کوښښ شي او ټوله مافیا باید خکومت له منځه یوسي تر څو د کندهار کې امن خراب نه کړي او امن پکې راشي. ځکه زیات خلک د مافیا شتون اندېښمن کړي دي.

  1. وزیردفاع: د کندهارامنیت به ډېر ژرډاډمن شي

طالبانو له هلمند وروسته د کندهار او ارزکان پر یو شمېر ولسوالیو بریدونه وکړل او د دې ولسوالیو ډیری سیمې ونیولې له دې نا امنیو سره تر خوا د سیمې هېوادونه په دې کوښښ کوي چې  د طالبانو او دولت ترمنځ ژر د سولې خبرې پیل سي ترڅو جګړې ته د پاي ټکی کښېښودل سي، خو لا مالومه نه ده چې افغانستان کې به روانه جکړه څه وخت پای مومي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *