نړیوال خبرونه

ولسمشرغني:دلوګرامنیتي مسولینو ته ویلي د لوګرلپاره دې امنیتي پلان جوړکړي

ولسمشرغني: دلوګرامنیتي مسولینو ته ویلي د لوګرلپاره دې امنیتي پلان جوړکړي ولسمشرپرون د لوګر ولايت د عمومي وضعيت اروزنې په موخه دغه ولايت ته سفر درلود او له ځايي امنيتي چارواکو ېې په دغه سفر کې غوښتي چې لوګر لپاره دې یو منظم امنیتي پلان جوړکړي

ولسمشر غني د لوګر ولایت عمومي امنیتي وضعیت وارزاوهپه دغه سفر کې د جمهوري ریاست لومړي مرستیال امرالله صالح، امنیت شورا سلاکار ډاکتر حمدالله محب، د ملي دفاع وزارت لوی درستیز سترجنرال بسم الله وزیري، د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین ستر پاسوال عبدالصبور قانع، د سیمه ییزه ارګانونو خپلواکې ادارې عمومي رئیس شمیم کټوازي، د ملي امنیت عمومي ریاست مرستیال ډګرجنرال عبادالله عباد او یو شمېر نورو لوړ پوړو دولتي مقامات هم ولسمشر سره په دغه سفر کې شریک وو،

د ولسمشرۍ ماڼۍ په راپور کې ذکر شوي جمهوررئیس غني ته په لوګر ولایت کې د یاد ولایت ملکي او نظامي مسوولینو، د ولایتي شورا غړو او متنفذینو هرکلی ووایه او وروسته یې له والي او نظامي مسوولینو سره په امنیتي غونډه کې د لوګر ولایت د عمومي امنیتي وضعیت په اړه د هغوی د کړنو راپور واورېد. اول د لوګر والي اجمل شاپور د لوګر ولایت د عمومي امنیتي وضعیت او د ملکي او نظامي ادارو ترمنځ د همغږۍ په اړه معلومات وړاندې کړل وې ویل، دښمن د لوګر د امنیت د ګډوډولو وړتیا نه لري او زموږ مېشت امنیتي او دفاعي ځواکونه په لوړه روحیه د دښمنانو د ګواښونو دفع کولو توانمندي لري.

دغه راپور کې ذکر شوي نوموړي د دې ترڅنګ چې د لوګر ولایت د امنیتي او دفاعي ځواکونو د لا زیات تمویل او تجهیز غوښتنه وکړه وې ویل، موږ په دریو مرحلو کې امنیتي برنامې لرو چې په لنډمهال کې لویې لارې امن کوو، په منځمهال کې په پنځو سیمو کې ګډ بېسونه جوړوو او په اوږدمهال کې به په ولسوالیو او لرې پرتوسیمو کې لا زیات قوتونه او منسوبین ځای پر ځای کړو.»

د دغه ولایت والي اجمل شاپور د ځانګړو عملیاتو ترسره کېدو، هوایي بریدونو، د اردو او پولیسو او همداراز د ولسي پاڅونونو د پرسونل د لا زیات اکمال غوښتنه وکړهوروسته د ۲۰۳ تندر قول اردو قوماندان تورن جنرال خان الله شجاع د عمومي امنیتي وضعیت، د ګواښونو کچې او په لوګر ولایت کې د دښمن د شومو پلانونو په اړه معلومات ورکړل.نوموړي ه، موږ به د خپلو ځواکونو د تدارکاتو، تجهیز او تمویل په اړه لا زیاته هڅه وکړو او په راتلونکي کې به لوګر او میدان وردګ ولایتونه د غزني په څېر خپلواکه لِوا ولري.

د دې نه بعد د ولسمشر اول مرستیال امرالله صالح او د ملي امنیت سلاکار ډاکتر حمدالله محب خبرې وکړې او د امنیتي او دفاعي ځواکونو د زړورتیا او سرښندنو د ستاینې ترڅنګ یې د دښمن د تهدیدونو د دفع کولو لپاره د خلکو د لا زیاتې همکارۍ په جلبولو ټینګار وکړ.ولسمشر غني د یاد راپور او معلوماتو تر اورېدو وروسته، په لوګر ولایت کې د مېشتو امنیتي او دفاعي ځواکونو د اجراآتو مننه وکړه وې ویل، د قوې پر استعمال، د حکومتولۍ پر ډول او ولسي کار بیاکتنې ته اړتیا ده.

اوس وخت د دې رارسېدلۍ دۍ چې باید دولت او امنیتي مسولین په ګډه سره کينۍ چې یو امنیتۍ پلان ټول افغانستان لپاره جوړ کړي ترڅو دلوګر په شمول ټول افغانستان کې یو داسې امنیت قایم شي چې هيڅ ډول ستونزه پکې نه وي څکه که مونږ اوګورو افغانستان یو داسې حالات کې قرار لري چې ټوله نړۍ ورنه غواړي چې فوځیان اوباسي او افغانستان نتها پاتې شي نو اوس باید عام وګړي او دولت سره یو غږ شي او پراخه امنیتي پلان د ټوول افغانستان د امنیت أباره جوړ کړي،

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button