نړیوال خبرونه

ولسمشرغني داداري اصلاحاتو مسولینو سره جلسه ترسره کړه

ولسمشر غني: د قانون مطابق به ټولو ولايتونو ته پاملرنه کېږي جمهور ریس غني د اصلاحات اداري له مشر او د د غه کمېسيون له کمېشنرانو سره ولسمشرۍ ماڼړۍ کې مجلس وکړ او دويي ته ېې په ولایاتو کې د معارف په بستونو کې د ګمارنو په اړه لازمې سپارښتنې وکړې،

د ولسمشرۍ ماڼړۍ نه خپره شوي بیانیه کې ذکر شوي چې په دې کتنه کې چې د ویډیو کنفرانس له لارې ترسره شوه، د یاد کمېسیون رئیس او کمېشنرانو د ګومارنو، ازموینو او د ملکي خدمتونو ادارو په اړه د خپلو ارزونو، د بشري قواوو وضعیت، تعییناتو، څارنې او په ادارو کې د اهدافو پرمخ وړلو لپاره د کارکوونکو د سویې تثبیت، د دندو لایحې په برخه کې د کار او په عامې روغتیا او پوهنې وزارتونو کې د ارزونو په اړه خپل راپورونه مجلس ته واورول،

د دغه اداري مسؤلينو د تشو بستونو، لايحو او مقراراتو د نهايي کولو په اړه معلومات وړاندې کړل، دغه ادارې په پوهنې وزارت کې د ولایتونو په کچه د شته خالي بستونو په اړه معلومات ورکړل وې ویل، د کارکوونکو د ازموینو او ګومارنې کار به د بشپړېدو پورې روان وي او دويي به کوشش وکړي چې یو بست هم تش پاتې نشي.

ولسمشر غني د هغوی د راپور او خبرو تر اورېدو نه بعد، وویل داسې اداري فرهنګ بنسټ دې کېښودل شي چې خدمت محوره وي او خلکو ته د خدمت کولو په موخه باید وړ کادرونه وګومارل شي.ولسمشر وويل، داسې کسان بايد جزب شي چې نظام ته ژمن وي، نه زورواکو ته. قانون محوره فرهنګ دې وده وکړي او د ادارو کړنې دې د قانون په چوکاټ کې وي،

ښاغلي ولسمشر وویل چې پر ولایتونو دې یو ډول تمرکز وشي، منابع دې یو ډول عملي شي او د دولتي ادارو د منابعو وېش دې د ملي لید پر بنسټ وشي، افغانستان شموله برنامې دې پلي شي او ادارې دې د ملي وحدت سمبول وي او په ادارو کې دې د بې تفاوتۍ او مسوولیت نه منلوفرهنګ ختم شي،

ولسمشر غني: د قانون مطابق به ټولو ولايتونو ته پاملرنه کېږي
ولسمشر غني: د قانون مطابق به ټولو ولايتونو ته پاملرنه کېږي

نوموړي د دې په بیانولو سره چې د پوهنې وزارت خالي بستونه دې په عادلانه ډول په ټولو ولایتونو تقسیم شي هغه وویل، د اساسي قانون پر اساس دې ټولو ولایتونو ته یو ډول پاملرنه وشي او پوهنې وزارت باید ښوونځی محور وي.او داسې اساسي کارونه دې پکې وشي چې زمونږ اینده نسل لپاره یو بنیاد وي چې د دغه پلان د تدبیقولو سره اینده نسل زمونږ سم وروزل شي

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button