ولسمشرغني ددهراود ولسوالۍ د کمانډو ځواکونو قوماندان ستایلی

ځړول شوی:نوومبر 14, 2020 لخوا ځړول شوی:امېل تبصرې:0

ولسمشرغني ددهراود ولسوالۍ د کمانډو ځواکونو قوماندان ستایلی داسې مهال چې تر اوږدې محاصرې وروسته طالبانو د روزګان ولایت «دهراود» ولسوالۍ ته سقوط ورکړی؛ اشرف غني په یاده ولسوالۍ کې د کمانډو ځواکونو د ټولي له یو تن قوماندان «تورن کبیرجان» سره خبرې کړې او د عسکرو زړورتیا ستاینه ېې کړې.

له ولسمشری ماڼړی څخه په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې تلیفوني مکالمه کې اشرف غني د دولتي ځواکونو «مېړانه» وستایله او هغوی يې د عامه تاسیساتو او ملي شتمنیو ساتونکي وبلل.اشرف غني ددې تر څنګ کمانډو ځواکونه د زړورتیا نمونې بللي، چې دده په خبره، تل یې «دښمن ته ماته ورکړې.»او دوښمن ته پاتې ندي راغلي.

د ولسمش غني له لوري د دهراود ولسوالۍ د کمانډو ځواکونو قوماندان داسې مهال ستایل کېږي، چې پرون سهار له اوږدې محاصرې وروسته طالبانو له یادې ولسوالۍ څخه دولتي ځواکونه په شا وتمبول او د امنیه قوماندانۍ او مرکز په ګډون يې ټولې ساحې تر واک لاندې راوستې.او د افغان حکومت پیغام ېې هلته رسولی او د دې تر ځنګ ېې هلته سولې او ارامتیا ته کار کړی.

که څه هم د روزګان د والي ویاند «احمدشاه سایل» ادعا کوي چې د ولسوالۍ مرکز لا هم د عسکرو په لاس کې دی؛ خو هلته مېشت نور امنیتي چارواکي بیا د ولسوالۍ سقوط مني او زیاتوي، چې په دې پېښه کې ګڼ شمېر وسلې او مهمات هم د طالبانو لاس ته لوېدلي.دويي چې طالبان لا هم غواړي چې جنګ ته دوام ورکړي او د افغان کمانډو پر خلاف وجنګيږي.

  1. ولسمشرغني ددهراود ولسوالۍ د کمانډو ځواکونو قوماندان ستایلی

دهراود کې مېشت د روزګان د ولایتي شورا پخواني رییس « امان الله هوتکي» هم رسنیو ته ویلي، د دولت د نه پاملرنې او د طالبانو د پرلپسې بریدونو پایله کې د ولسوالۍ مرکز، امنیه قومنداني او د ملي امنیت مدیریت طالبانو نیولي.او لا ههم کوشش کوي چې نررې سیمې هم ونیسي. ترڅو خپل حاکمیت هلته راولي. او خپل حکومت وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *