نړیوال خبرونه

ولسمشرغني دعبدالله نوې طرحه نه مني

عبدالله عبدالله او تېرو ولسمشريزو ټاکنو کې د ثبات او همپالنې ټاکنيزې ډلې مشر خپله طرحه د منځ ګړي په لاس ولسمشر غني ته سپارلې  ده، خو ځينېراپورونه  وايي، چې ولسمشر غني د عبدالله عبدالله دا طرحه هم نده منلې.ډاکټرعبدالله  او د هغه ډلې په خپله نوې طرحه کې اجرايي صدارت غوښتنه کړې ده او همدا راز د افغانستان د سياسي مشرانو په حضور کې يې د دولت د عالي شورا جوړولو غوښتنه هم کړې ده.

دغه ډلې د اجرايي صدارت د تشکيل غوښتنه کړې ده او همدا راز ويلي يې دي چې د سولې د پروسې ټول صلاحيتونه دې هم اجرايي صدارت ته ورکړل شي دغې ډلې د اجرايي صدارت مشر ته د هېواد د دويم شخص په توګه امکانات، تشريفات او پروټوکول غوښتى دى او همدا راز خپلو مرستيالانو ته يې هم د ولسمشر د مرستيالانو امکاناتو غوښتنه کړې ده..

په یادې طرحه کې دا هم ذکر شوي دي چې د عبدالله عبدالله په مشرۍ دې د سولې عالي شورا جوړه شي او د ولسمشر يو مرستيال دې يې هم غړى وي. ثبات او همپالنې په قضاييه قوه کې د ګمارنو په اړه د واک غوښتنه کړې ده، چې له دوى سره به مشوره کېږي، همدا راز جنرال دوستم به افغانستان د وسله وال پوځ د سر اعلى قومندان مرستيال ټاکل کېږي او د مارشالۍ رتبه به هم ورکول کېږي..

ياد ټيم د معينانو. ، سفيرانو ا ، وزارتونو، د لويې څارنوالۍ د رييس او معينانو په ګمارلو کې پنځوس سلنه سهم غوښتى دى او ويلي يې دي، په کومو ولايتونو کې چې کومې ډلې  ډېرې رايې وړې دي، هلته به هماغه ټيم خپل واليانګماري. .

د عبدالله او عبدالله او د هغه د ټيم له لوري دغه طرحه چې په رسنيو کې خپره شوې ده، ويل کېږي چې د دريمګړي په لاس ولسمشر غني ته لېږل شوې ده، خو ځينو سرچينو رسنيو ته ويلي دي، چې ولسمشر غني دا طرحه يو ځل بيا رد کړې ده.

خو په رسمي ډول لا هم په دې اړه نه هم د ارګ له لوري څه ويل شوي دي او نه هم د ثبات او همپالنې ټاکنيز ټيم له لوري څه ويل شوي دي، که څه هم بيا بيا دا وويل شول چې د دواړو ټيمونو ترمنځ په خبرو کې پرمختګ شوى دى او ښايي ژر جوړجاړي ته ورسېږي، خو هر ځل د دواړو لوريو ترمنځ خبرې بې پايلې پاى ته رسېږي.

د يادونې وړ ده چې تېره ورځ اروپايي اتحاديې د عبدالله څخه په غوښتنه کړې وه، چې خپل سياسي مسايل دې ژر تر ژره حل کړي. دوى ويلي و چې افغان سياستوالو ته پکار دي چې د خپلو شخصي  مفادو پر ځاى د افغانستان  ته اولیت ورکړي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button