ولسمشرغني: د اړتیا په وخت کې خاصو قطعاتو ته امر کوم چې کابل کې عملیات وکړي.
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، که جېرته د پایتښت امنیت ډېر خراب شو نو دۍ به خاصو قطعاتو ته امر وکړي چې کایل کې د امنیت ټینګولو لپاره عملیات پیل کړي.
ولسمشر غني د کابل ښار د پنځمې ناحیې له یو شمېرمشرانو سره
لیدنه کې دغه څرګندونې کړي دي
د ولسمشرۍ مطبوعاتي دفتروايي ولسمشرپه دغه کتنه کې څرګنده کړه
چې حکومت له زورواکانو او غیر مسوولو وسله والو سره په مبارزه کې جدي دی او د
اړتیا پرمهال به د دوی پر ضد د قوې د استعمال او عملیاتو دستورورکړي،
ځکه چې د ولس حوصله پای ته رسېدلې. هغه په ټینګار سره وویل، نور به په پنځمه ناحیه کې زورواکان د خلکو د ځورولو لامل نشي. ولسمشر ویلي ټولې غصب شوې ځمکې له غاصبانو څخه اخیستل کېږي او د کابل والي ته یې لارښوونه وکړه چې په دې برخه کې جدي اقدامات وکړي.
غني زیاته کړه، امنیتي ستونزې باید طبقه بندي او د خلکو د ځورولو، تهدیدولو، وژلو او ټپي کولو د عاملینو د تشخیص لپاره کمېټه ایجاد شي. هغه په ټینګاروکړ ، دا باید تشخیص شي چې څومره خلک او ولې د وسلې ګرځولو اجازه لري او د وسلو د جواز ورکولو پروسه دې تعلیق شي. دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په کابل ښار کې د جنايي پېښو زیاتېدو له امله د کابل ښاریانو اندېښنې زیاتې شوي دي.
د یادونې وړ ده د په دې وروستیو کې د کابل امنیت د ډاد وړ نه وو له عامو وګړو به په رڼا ورځ غلاګانې کېدلې او خلک به ویشتل کېدل . عام وګړو ته د امنیت ټینګېدل د بل هر څه مهم دي ټول ولس د امنیت قوي ساتلو لپاره د جدیت نه د کار اخیستو غړښتنه کوي تر څو دوي په عامه فضا کې ژوند وکړي.
په دې وروستیو کې د کرونا په نوم د خلکو معاینه کولو لپاره خلک د عامو وګړو کورونو ته ننوزي کورونو نه غلاګانې او کورونه چور کوي.