نړیوال خبرونه

ولسمشرغني: د اړتیا په وخت کې خاصو قطعاتو ته امر کوم چې کابل کې عملیات وکړي.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، که جېرته  د پایتښت  امنیت ډېر خراب شو نو دۍ به خاصو قطعاتو ته امر وکړي چې کایل کې د امنیت ټینګولو لپاره عملیات پیل کړي.

ولسمشر غني د کابل ښار د پنځمې ناحیې له یو شمېرمشرانو سره لیدنه کې دغه څرګندونې کړي دي
د ولسمشرۍ مطبوعاتي دفتروايي ولسمشرپه دغه کتنه کې څرګنده کړه چې حکومت له زورواکانو او غیر مسوولو وسله والو سره په مبارزه کې جدي دی او د اړتیا پرمهال به د دوی پر ضد د قوې د استعمال او عملیاتو دستورورکړي،

ځکه چې د ولس حوصله پای ته رسېدلې. هغه په ټینګار سره وویل، نور به په پنځمه ناحیه کې زورواکان د خلکو د ځورولو لامل نشي. ولسمشر ویلي ټولې غصب شوې ځمکې له غاصبانو څخه اخیستل کېږي او د کابل والي ته یې لارښوونه وکړه چې په دې برخه کې جدي اقدامات وکړي.

غني زیاته کړه، امنیتي ستونزې باید طبقه بندي او د خلکو د ځورولو، تهدیدولو، وژلو او ټپي کولو د عاملینو د تشخیص لپاره کمېټه ایجاد شي. هغه په ټینګاروکړ  ، دا باید تشخیص شي چې څومره خلک او ولې د وسلې ګرځولو اجازه لري او د وسلو د جواز ورکولو پروسه دې تعلیق شي. دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په کابل ښار کې د جنايي پېښو زیاتېدو له امله د کابل ښاریانو اندېښنې زیاتې شوي دي.

د یادونې وړ ده د په دې وروستیو کې د کابل امنیت د ډاد وړ نه وو له عامو وګړو به په رڼا ورځ غلاګانې کېدلې او خلک به ویشتل کېدل . عام وګړو ته د امنیت ټینګېدل د بل هر څه مهم دي ټول ولس د امنیت قوي ساتلو لپاره د جدیت نه د کار اخیستو غړښتنه کوي تر څو دوي په عامه فضا کې ژوند وکړي.

په دې وروستیو کې د کرونا په نوم د خلکو معاینه کولو لپاره خلک د عامو وګړو کورونو ته ننوزي کورونو نه غلاګانې او کورونه چور کوي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button