نړیوال خبرونه

ولسمشرغني د قطر امیر سره د افغان سولې په اړه خبرې کړي

ولسمشرغني د قطر امیر سره د افغان سولې په اړه خببرې کړي دافغانستان ولسمشر «اشرف غني» د قطر له امیر «شیخ تمیم بن حمد الثاني» سره تلیفوني خبرې کړې او د افغانستان د سولې پروسې او د اقتصادي سوداګریزو اړیکو د پراختیا په  اړه ورسره هم بحث کړی.

ښاغلي غني تلیفوني خبرو کې اشرف غني په هیواد کې د جګړې زیاتوالی پر طالبانو ورتپلی او د قطر له امیر څخه یې د جګړې د شدت د کموالي په برخه کې د همکارۍ غوښتنه کړې.له ارګ څخه په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د قطر امیر په افغانستان کې د جګړې د ګراف په لوړېدو خواشیني ښودلې او د خپل هیواد له لوري يې په دې برخه کې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړی.دواړو لورې په دې سره متفق شوي دي چې یو بل سره با اینده کې هم همکاري جاري ساتي.

یادې خبرې داسې مهال دي، چې په دوحه کې د طالبانو او کابل د مذاکراتي ټیمونو له پیلېدو نږدې دوه میاشتې تېرېږي؛ خو لا هم په دې برخه کې د پام وړ پرمختګ نه دی رامنځته شوي.او لا هم دويي په خپلو کې سره خبرو ته په سم ډول ندي ناست او دويي تمه لري چې د امریکا نوي حکومت جوړېدو سره سم به ښايي خبرو کې څه نا څه پرمختګ راشي او د سولې خبرو ته به یوه لار راوزي.

ورته مهال د هیواد په بېلابېلو برخو کې هم مخامخ جګړو، توپچي او هوايي بریدونو او شپنیو چاپو زیاتوالی موندلی، چې د جګړې د ښکېلو غاړو تر څنګ ولسي وګړي هم پکې تلفات ګالي.شنونکي په دې باور دي، چې حکومت قصدا غواړي د افغان سولې بهیر یا سقوط او یا هم په دې برخه کې ډېر ورو مخته ولاړ شي، تر څو د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو برخلیک او د افغانستان په اړه د امریکا د نوې ادارې پالیسي څرګنده شي.

ولسمشرغني د قطر امیر سره د افغان سولې په اړه خببرې کړي

 یلخوا بیا د هېواد مصالحې شورا مشرعبدالله عبداللهوايي سوله به د امریکا نوي حکومت له لومړیتوب وي د پخلاینې عالي شورا مشر «عبدالله عبدالله» وایي، د امریکا ولسمشریزې ټاکنې د افغانستان د سولې پر پروسه کوم ځانګړی اغېز نه لري او که بایډن بریالی هم شي، بیا به هم سوله دامریکا په اولیت کې وي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button