نړیوال خبرونه

ولسمشرغني د هیواد سیاسي او جهادي مشران روژه ماتي ته رابللي وو


تیر ماښام د هیواد  جمهور رئیس اشرف غني د هیواد جهادي او سیاسي مشرانو سره په دلګشاه جومات کې د قران کریم  د ختم مراسمو او د افطار پارټي په مناسبت جوړه شوې مېلمستیا او ګډه ناسته کې شرکت وکړ او ټولو مشرانو د روژې مبارکې میاشتې له برکته په افغانستان کې د تلپاتې سولې او ثبات د تامین دعا وکړه.دوي د ملمستیا تر څنګ د هیواد په سیاسي حالاتو خبرې اترې وکړې.

ولسمشرۍ ماړۍ کې د روژه ماتي په مناسبت دغه مېلمستیا او ناسته کې چې مخکېني جمهوررئیس جلالتماب حامد کرزي، د ملي مصالحې د عالي شورا رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله، محمدیونس قانوني، استاد محمدکریم خلیلي، ډاکټر زلمي رسول، حاجي محمدمحقق، باتور دوستم، محمدیوسف غضنفر، د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب، محمدمعصوم ستانکزي او رنګین دادفر سپنتا حضور درلود، ټولو مشرانو د هیواد په ملي او سیاسي مسایلو او روان وضعیت بحث او خبرې وکړې

ولسمشر غني او د ملي مصالحې عالي شورا رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله د هیواد له سیاسي شخصیتونو او جهادي مشرانو څخه یو ځل بیا د دغه سیاسي توافق له امله مننه وکړه او دا یې د ملي یووالي او سیاسي اجماع لپاره چې په هیواد کې د تلپاتې سولې د تامین او د تحمیلي جنګ د پایته رسېدو لامل شي، مهم ګام وباله

د افغانستان جمهوررئیس ریاته کړه ، حکومت به د سلا او مشورې مهم اسلامي او ملي اصل ته د درناوي په موخه د تل په څېر د ملي مسایلو په اړه د هیواد سیاسي مشرانو، د ولس او ټولو اقشارو استازو سره وخت پر وخت سلا مشورې وکړي.

لکه څنګه چې دغه غونډه د هیواد سیاسي او جهادي مشرانو باندې ښایسته وه باید دولت تل لپاره همدغسې غونډې راوبلي او دوۍ سره سلا مشورې وکړي که همدغه سیاسی او جهادي مشران ځمونګ په یووالي او د امنیت ټينګښت لپاره سره یو سف نشي نو هيڅوک مونږ نشي سره یو کولۍ.

ولسمشرغني د هیواد سیاسي او جهادي مشران روژه ماتي ته رابللي وو

افغانستان یو غریب او نا امنه هیواد دۍ باید ټول جهادي او سیاسي رهبران د ملک د یووالي او امنیت لپاره مشخص کار وکړي تر څو افغانان د دغې پردو جنګونو نه په قلارشي او په خپل ملک کې ازاد ژوند وکړي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button